ولسمشر اردوغان یو ځل بیا ټینګار وکړ چې حماس یو ترهګر نه بلکې مقاومتي غورځنګ دی

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا ټینګار وکړ چې حماس یو مقاومتی غورځنګ دی او اعلان یې وکړ چې نږدې زر تنه غړي یې په تورکیه کې تر درملنې لاندې دي.

2139152
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا ټینګار وکړ چې حماس یو ترهګر نه بلکې مقاومتي غورځنګ دی

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا ټینګار وکړ چې حماس یو مقاومتی غورځنګ دی او اعلان یې وکړ چې نږدې زر تنه غړي یې په تورکیه کې تر درملنې لاندې دي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د یونان د  لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس سره  چې د رسمي سفر په خاطر پرون پلازمینې انقرې ته راغلی وو په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

میلمه لومړي وزیر میتسوتاکیس دلته په خپلو څرګندونو کې وویل چې ،

"د تورکیې سره د  منځني ختیځ په مسئله کې د نظر اختلاف لرو. "موږ پوهیږو چې تورکیه د غزې سیمې ته د اسرائیل ننوتلو او حماس ته چې موږ یې د یو ترهګر سازمان په توګه ګورو په بل تعریف سره ګوري."

ولسمشر اردوغان بیا د یونان د لومړي وزیر ددې څرګندونو په اړه غبرګون وښود او زیاته کړه چې " زه حماس ته د یوه تروریستي سازمان په سترګه نه ګورم. "

اردوغان خپلو خبرو په دوام کې وویل  ،

"حماس یو مقاومتي غورځنګ  دی چې د ۱۹۴۷ کال راهیسې د خپلې اشغال شوې خاورې د ازادۍ په خاطر مقامت او مبارزه کوي. دا غورځنګ یو داسې  مقاومتی غورځنګ  دی چې د اسرائیلو په وحشیانه بریدونو کې  د غزې څه باندې  ۴۵ زرو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی خو بیا هم دوې د خپلې خاورې او سیمې نه د دفاع په خاطر مقامت کوي. موږ باید پدې حقیقت سترګې پټې نه کړو. دا به یو ظالمانه چلند وي چې حماس یو ترهګر سازمان وبلل شي. زه حماس ته د یوه ترهګر سازمان په سترګه نه ګورم. که تاسو اوس حماس د یو ترهګر سازمان په توګه یاد کړۍ دا به مونږ خفه کړي. زما په هیواد کې د حماس له ۱۰۰۰ ډېر غړي تر درملنې لاندې دي. لویدیځ د هر ډول وسلو سره په دوی برید کوي او دوې ددې ټولو پر وړاندې د خپلې خاورې نه دفاع په خاطر مبارزه کوي. که چیرې بیا هم تاسې دوې د ترهګر په توګه یاد کړۍ دا به مونږ هم خفه کړي.



اړوند خبرونه