اردوغان نړۍ هیوادونو ته د فلسطین دولت د په رسمیت پيژندولو بلنه ورکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د بشري تاریخ تر ټولو وحشیانه قتل عام روان دی.

2138643
اردوغان نړۍ هیوادونو ته د فلسطین دولت د په رسمیت پيژندولو بلنه ورکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د بشري تاریخ تر ټولو وحشیانه قتل عام روان دی.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په استانبول كې د اسلامي نړۍ د عالمانو د مشورتي سرمشريزې په پرانیست وينا  کې وكړې.

اردوغان وویل، هغه کسان چې ځانونه د ازادۍ د ټاټوبي په توګه تقدیموي، کله چې د اسرائیلو ګټې د بحث وړ وي، ناڅاپه فاشیزم ته مخه کوي.

"موږ د خپل هیواد په روغتونونو کې د سرطان د ناروغانو په ګډون د ۴۰۰ څخه زیات د غزې د ناروغانو او ټپیانو درملنه کوو."

"دا په بشپړ ډول بې ځایه ده چې  مونږ پرته له وجدان خاوند هیوادونو او ټولنو څخه د نړیوال سیسټم د بادارانو نه  تمه وکړو چې پر اسرائیل فشار راوړي."

"موږ به اسرائیلو ته اجازه ورنکړو چې د وجدان خاوند هر غږ د یهودیت ضد ټاپې  سره خاموش کړي."

اردوغان دې ته اشاره وكړه چې د اکتوبر په اوومه نیټه په غزې د اسرائيلو د بريدونو له پيل راهيسې د بشري تاريخ يو تر ټولو وحشیانه قتل عام رامنځته شوی.

"اسرائیل د بې ګناه خلکو وینې تویولو ته دوام ورکوي. ۱۵ زره ماشومان په بې رحمۍ سره ووژل شول. ۳۵ زره فلسطینی وروڼه شهیدان شول. ۲ میلیونه خلک له خپلو کورونو کډه کولو ته اړ شول. غزه چې د اکټوبر له اوومې مخکې یو ازاد زندان و، له تیرو ۲۱۹ ورځو راهیسې د وحشت په یوه کمپ بدل شوی، چې بیلګه یې یوازې د هټلر په جرمني کې لیدل شوې وه.»

اردوغان وویل، "ټولو هیوادونو ته بلنه ورکوو چې ژر تر ژره د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني." حماس په غزه کې د دایمي اوربند په لاره کې خورا مهم ګام پورته کړ او د اسرائیلو لومړي وزیر دا رد کړ. د نتانیاهو ادارې د اوربند پر ځای په رفح کې پر بې ګناه خلکو برید ته ترجیح ورکړه."

د  تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې وروستیو سیلابونو له امله د راوښتو ځاني او مالي زیانونو له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه.

"زه د ټولو هغو کسانو لپاره چې د افغانستان په بغلان او یو زیات شمیر نورو ولایتو کې په سیلابونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی د خدای له درباره د رحمت  او مغفرت دعا کوم ، ټپیانو ته د بیړنۍ شفاء غوښتنه کوم او د افغانستان خلکو ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم."

د ویلو ده چې د افغانستان په بغلان ولایت کې کې د رامنځته شوې  ناورین له امله تر ۳۵۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په سلګونو تنه نور ټپیان شوي دي.

همداشان په سلګونو کورونه او په زرګونو جریبه کرنیزې مځکې سیلابونو وړي دي.



اړوند خبرونه