ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.

2138022
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.

اردوغان دا خبرې په پلازمینه انقره کې د تورکیې د اداري محکمې  د تاسیس د کلیزې په مراسمو کې وکړې.

اردوغان په خپلو خبرو کې د نوي اساسي قانون پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته کړه ،

"نوی اساسي قانون به د مدني سیاست ساحه پراخه کړي او د هیواد ستونزو حل  به له اقتصاد څخه  تر ټولنیز ژوند پورې ګړندی کړي."

اردوغان څرګنده كړه چې د بیلا بیلو سياسي ګوندونو تر منځ د مشورو او مذاكراتو پياوړتيا په دې برخه كې يو مهم فرصت دى.

"موږ هیله لرو چې د تورکیې سیاست به دا فرصت زموږ د هیواد، ملت او ډیموکراسۍ لپاره په دایمي ګټې بدل کړي. "موږ به د خپل ملت د هیلو په چوکاټ کې خپل رغنده رول لوبولو ته دوام ورکړو."



اړوند خبرونه