د کویټ امیر د ولسمشر اردوغان څخه مننه وکړه

د کویت امیر مشعل الاحمد الجابر الصباح پلازمینې انقرې ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا هغه ته د ورکړل شوي "دولت مډال" څخه مننه وکړه.

2137010
د کویټ امیر د ولسمشر اردوغان څخه مننه وکړه

د کویت امیر مشعل الاحمد الجابر الصباح پلازمینې انقرې ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا هغه ته د ورکړل شوي "دولت مډال" څخه مننه وکړه.

د کویت د رسمي اژانس په وینا، صباح په هغه ټیلیګرام کې چې اردوغان ته یې استولی ویلي:"موږ د تورکیې نه ډیر خوښ جلا کیږو. موږ غواړو د اردوغان څخه زمونږ او زمونږ سره مل هیئت نه د ډیر تود هر کلي او ډیرې ښې میلمه پالنۍ له امله چې د دواړو هیوادونو او ملتونو ترمنځه د نږدې تاریخي او ژورو اړیکو او دوستۍ ښکارندويي کوي ، د زړه له کومې مننه وکړو. "

د کویت امیر صباح ټینګار وکړ چې انقرې ته د هغه سفر "د دواړو دوستو هیوادونو ترمنځ په ټولو برخو کې د ګډو اهدافو او متقابلو ګټو پر بنسټ د خلکو د هیلو او غوښتنو سره سم د رغنده همکارۍ هیلې زیاتوي."

د کویت امیر له ولسمشر اردوغان څخه هغه  ته د " دولتي مډال " د ورکولو له امله د خپلې ژورې مننې او د ویاړ په څرګندولو سره وویل چې د اردوغان دا نوښت " د دواړو دوستو هیوادونو ترمنځ د ملګرتیا او دوستۍ د اړیکو ژورتیا منعکس کوي."

ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د کویت له امیر مشعل الاحمد الجابر الصباح سره لیدنه وکړه  او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان د کویت امیر صباح ته دولتي مډال  ورکړ.



اړوند خبرونه