اردوغان : له عراق څخه زمونږ غوښتنه د پ ک ک ترهګره ډله د ترهګریز سازمان په توګه اعلانول دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې دوی له عراقه تمه لري چې د ( پ ک ک ) ترهګره ډله په هیواد کې د ترهګریز سازمان په توګه اعلان کړي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې دوی له عراقه تمه لري چې د ( پ ک ک ) ترهګره ډله په هیواد کې د ترهګریز سازمان په توګه اعلان کړي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې تیره شپه د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې.
اردوغان ټینګار وکړ چې له دیارلس کلنې ځنډ وروسته تیره میاشت عراق ته د ده سفر د پایلو او پیغامونو له لحاظه تاریخي ارزښت لري.
ولسمشر اردوغان وویل چې د عراق د حکومت له خوا د ( پ ک ک ) ترهګرې ډله د یوه منع شوي سازمان په توګه اعلانول یو مهم ګام دی ، خو "موږ عراقي پلو ته دا هم وویل چې موږ تمه لرو چې د ( پ ک ک ) ترهګره ډله د یو ترهګریز سازمان په توګه اعلان کړي. هیڅ دولت نشي کولی دا ډول ګواښ له پامه وغورځوي. موږ به په راتلونکي وخت کې د ( پ ک ک ) ترهګریزسازمان پر وړاندې یو جدي ګام اوچت کړو. "موږ به د هر هغه لازم ګام اوچتولو څخه ډډه ونکړو چې اړین وي."
اردوغان همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر عزم ټینګار وکړ.
" مونږ به په سوریه کې هم خپل نیمګړی کار بشپړ کړو چې زموږ د متحدینو لخوا د ورکړل شوو ژمنو د نه پر ځای کولو له امله نیمګړی پاتې شوی و. موږ به د وخت او ساعت د رارسیدو د ( پ ک ک ) او نورو ترهګرو سازمانونو پر خلاف لازم ګامونه اوچت کړو . مونږ په عراق او سوریه کې ددې ترهګرې ډلې پر خلاف د اوچتو کړو ګامونو سره د هغوې د حرکت ساحه مو ښه تنګه کړې ده او انشاالله چې په بشپړه توګه ددې ترهګرو د لمنځه وړو لپاره به وروستی ګوزار هم ورکړو. "