د کویټ امیر د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی
د کویت امیر مشعل الاحمد الجابر الصباح د تورکیې او کویټ ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د ۶۰مې کلیزې په مناسبت تورکیې ته راغی.
د کویت امیر مشعل الاحمد الجابر الصباح د تورکیې او کویټ ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د ۶۰مې کلیزې په مناسبت تورکیې ته راغی.
د کویت امیر الصباح چې د تیر کال د ډسمبر په ۱۶مه یې دنده پیل کړې، له عربي نړۍ بهر خپل لومړنی بهرنی رسمي سفر تورکیې ته کوي.
دا سفر چې د دواړو هیوادونو ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د ۶۰مې کلیزې په مناسبت ترسره کیږي، له ۷ کلونو وروسته تورکیې ته د کویټ څخه د امیر په کچه لومړنی سفر دی.
د کویټ د امیر شیخ صباح نه د پلازمینې انقرې په نړۍوال هوايي ډګر کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د لو لړ رسمي په مراسمو په ترڅ کې هر کلی وشو.
د ویلو ده چې د کویټ امیر الصباح به په تورکیه کې د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په لیدونو کتنو کې د دواړه اړخیزو اړیکو سربیره پر غزې د اسرائیلو پر بریدونو او سیمه ایزو پرمختګونو خبرې وکړي .
په دوه اړخیزه اجنډا کې مهم موضوعات لکه تجارت، دفاعي صنعت، سیاحت او پانګونه هم شامله ده.
تمه کیږي چې په دې برخو کې به د دواړو خواوو ترمنځ نوي تړونونه لاسلیک شي.