تورکیې ملي راډیو تلویزیون خپله ۶۰ مه کلیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله

د تورکيې بصري او صوتي حافظه، د تورکيې ملي راډیو تلويزيون ټي آر ټي  ۶۰ کلن شو. ټي آر ټي خپله ۶۰ مه کليزه د يو لړ ځانګړو پروګرامونو  په ترڅ کې ولمانځله.

2134444
تورکیې ملي راډیو تلویزیون خپله ۶۰ مه کلیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله
sobacı.jpg

د تورکيې بصري او صوتي حافظه، د تورکيې ملي راډیو تلويزيون ټي آر ټي  ۶۰ کلن شو. ټي آر ټي خپله ۶۰ مه کليزه د يو لړ ځانګړو پروګرامونو  په ترڅ کې ولمانځله.

د ټي آر ټي د ۶۰ مې کلیزې لمانځغونډه چې د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون د رئیس محمد زاهد سوباجي په کوربه توب په پلازمینه انقره کې جوړه شوې وه، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون، د رسنیو د ډګر یو زیات شمیر مشهور څیرو ، د ټي آر ټي کارکوونکو او سلګونو تنو میلمنو ګډون کړی وو.

د تورکیې د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې ، د تورکیې ملي راډیو تلویزیون اداره د تورکیې د ارتباطاتو په برخه کې یو ډیر مهم عنصر دی.

التون وویل چې ټي آر ټي د خپلو بې پرې او اصولي ژورنالیزم سره د هرې مسئلې  په اړه نړیوالو ته په وخت او مناسب ډول  سره کره  او سم معلومات وړاندې کوي  چې غربي رسنۍ یې پټوي او یا یې له پامه غورځوي.

"ټي آر ټي  یو مهم او  وړ نړیوال کولو او ډیجیټل کولو پروسه پلي کړې. 'نړیوال کول او ډیجیټل کول.' زما په نظر، دا دوه مفکورې  او دوه مهمې مفکورې دي چې د ټي آر ټي په وروستۍ دوره کې پدې برخه کې ټولو ته ځان په اثبات رسولی دی.

د تورکیې ملي راډیو تلویزیون نن ورځ ۱۷ - ۲۴ ساعته  تلویزیوني چینلونو ترڅنګ ، ټي آر ټي فرانسوي، ټي آر ټي اسپانیوي، ټي آر ټي روسي، ټي آر ټي الماني، ټي آر ټي افریقايي، ټي آر ټي بالکان ژبې  دجیټل خبري پلیت فارمونه  او د نړۍ په ۴۱ بهرنیو ژبو او لهجو راډیويي او انټرنټي نشرات لري. همداشان تورکیې ملي راډیو تلویزیون د ټي آر ټي ورلډ ، ټي آر ټي عرب، ټي آر ټي اواز په څیر تلویزیوني چینلونو سره د نړۍ لویې کتلې ته په خپله مورنۍ ژبه نشرات وړاندې کوي او هغوې د نړۍ د وروستیو پرمختګونو نه په ډیره سمه توګه خبروي.

همداشان پدې مراسمو کې د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس محمد زاهد سوباجي  په خپلو څرګندونو کې  وویل چې ټي آر ټي ،  د تورکیې د پیړۍ لید د نماینده په توګه نړۍ د عادلانه لید له لارې نړۍ ته  تشریح کوي.

سوباجي وویل چې د تورکیې د عامه خپرونو په توګه، دوی د هیواد لید او اراده په بیلابیلو ژبو سره  د خپلو خپرونو سره د نړۍ ۷ براعظمونو ته رسوي.

"په دې برخه کې د تورکیې د پیړۍ لید د استازي په توګه، موږ اوس یوازې تورکیه  نړۍ ته او نړۍ  تورکیې ته نه بیانوو، بلکې په هممهاله توګه  د یوه منصفانه لید له لارې نړۍ د نړۍ د وروستي وضعیت او خبرونو نه خبروو. موږ د خپلو چارو په مرکز کې په  خلکو د تمرکز  کولو سره په ټوله نړۍ کې د یو منصفانه لید له لارې، نه د فلټرونو له لارې خپلې دندې او مسئولیت ته دوام ورکوو. موږ په خپل ټول ځواک سره کار کوو ترڅو د خبرو حق مساوي ویش ډاډمن کړو.

سوباجي وویل چې دوی د ټي آر ټي  نن ورځ په نړۍ کې یو له خورا مهم او درناوي وړ نشراتي ارګانونو باندې بدل شوی دی.



اړوند خبرونه