اردوغان : د غزې د قتل عامونو په اړه د لویدیځوالو واکمنانو دوه مخي د نږدې نه څارو
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې مونږ د غزې د قتل عامونو په اړه د لویدیځوالو واکمنانو دوه مخي او د تبعیض نه ډک سیاستونه د ډیر عبرت سره تعقیبو.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې مونږ د غزې د قتل عامونو په اړه د لویدیځوالو واکمنانو دوه مخي او د تبعیض نه ډک سیاستونه د ډیر عبرت سره تعقیبو.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ د کمپلکس د نندارتون په تالار کې د دیموکراتانو د ظرفیت د لوړولو او روزنیز ورکشاپ د ګډون کوونکو سره د لیدنې پر مهال وکړې.
ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل "د یو داسې هیواد په توګه چې په بهر کې یې خپل لسګونه اتباع د نژادي ترهګرۍ له امله له لاسه ورکړي، موږ نشو کولی د دې ناوړه پیښو په وړاندې چوپ پاتې شو. له بده مرغه، هغه حساسیت او توجه چې د یهودیت ضد پر وړاندې ښکاره کیږي د اسلاموفوبیا او توکم پالنې پر بنسټ د بریدونو په اړه نه ښکاره کیږي. دې مسئلو دومره توجه نه کیږي. د نیو نازي ترهګري چې د ترکانو او مسلمانانو له کرکې څخه تغذیه شوې، زموږ د خلکو ژوند ، مال او امنیت ګواښي. دا د پام وړ کچې ته رسیدلې دي.
اردوغان وویل، «دا حقیقت چې د ښي اړخو غورځنګونو ملاتړ په ځینو اروپايي هیوادونو کې پخپله د دولت له خوا تمویل کیږي، د لویدیځ ډیموکراسۍ لپاره یو بشپړ ناورین، شرم او دسیسه ده.
اردوغان په دې باندې په ټینګار سره چې تورکیې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په وړاندې زړور دریځ خپل کړی دی، وویل "هغو کسانو چې د بشري حقونو په اړه نورو ته د درس ورکولو هڅه کوي نن ورځ په غزه کې د ۱۵ زرو تنو فلسطیني ماشومانو په ګډون د ۳۵ زرو فلسطینیانو په وژل کیدو سترګې پټول او چوپتیا غوره کول د منلو وړ خبره نده. همداشان پدې وروستیو کې د تورکیې او زما د شخص په اړه د مغرضانه خپرونو ترسره کیدل کومه تصادفي خبره نده. دوې غواړي چې ددې ډول مغرضانه خپرونو سره غواړي زمونږ خوله هم چپ کړي خو هیڅکله به هم بریالي نشي.
موږ د غزې په قتل عام کې د غربي واکمنانو منافقانه سیاستونه چې له کلونو راهیسې موږ ته د ډیموکراسۍ او آزادۍ درس راکوي په ډیر عبرت سره تعقیبوو. د یو موټي سیاستوالو پرته، هیڅ لویدیځ مشرانو د وحشت صحنې ته غبرګون نه دی ښودلی. "هیڅ زړور روح نه و چې اسرائیلو ته ووایي چې بس دی."
ولسمشر اردوغان خپلو خبرو په دوام کې وویل ، "زه دا ګټور ګڼم چې هغو کسانو ته یادونه وکړم چې موږ او زموږ هیواد په نښه کوي چې تاسو د تورکیې په مقابل کې هیڅ ځای ته نه شئ رسیدلی. د صهیونیسټ ضد داغ به موږ باندې لګولی نشۍ. موږ تل د غزې د وروڼو په وړاندې د اسرائیلو لخوا ترسره شوي نسل وژنې موضوع په اجنډا کې ساتلې ده." موږ د صهیونیسټي لابي له ټولو فشارونو سره سره خپل دغه چلند ته دوام ورکړو.
د لویدیځ د ډیموکراسۍ سرحدونه د اسرائیلو د ګټو پورې محدود دي. هر هغه څه چې د اسرائیلو په ګټو اغیزه کوي د دوی په سترګو کې د ډیموکراسۍ ضد او د یهودو ضد عمل دي. "موږ لکه څرنګه چې د نژاد پرستۍ ، اسلاموفوبیا او بهرنیو پر وړاندې د دښمنۍ مخالف یو همداشان د یهودیت ضد د مفکورې سره هم مخالفت کوو.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.