تورکیه : د ناټو سازمان د مشرۍ لپاره د مارک روت څخه ملاتړ کوو
تورکیې د ناټو سازمان د مشرۍ لپاره د نوماندانو نه د هالنډ د لومړي وزیر مارک روت څخه د ملاتړ اعلان وکړ.
تورکیې د ناټو سازمان د مشرۍ لپاره د نوماندانو نه د هالنډ د لومړي وزیر مارک روت څخه د ملاتړ اعلان وکړ.
تورکیې د ناټو سازمان نورو غړو ته اعلان کړی دی چې د ناټو د نوي عمومي منشي لپاره د هالنډ د لومړي وزیر مارک روت د نوماندۍ ملاتړ کوي.
وروسته له هغه چې روت تیره اونۍ په استانبول کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ناټو د عمومي سکرتریت د ملاتړ غوښتنه وکړه، تورکیې د ناټو غړو ته اعلان وکړ چې د روت له نوماندۍ ملاتړکوي.
ولسمشر اردوغان د هالنډ له لومړي وزیر روت سره چې د اپرېل په ۲۶ مه تورکیې ته راغلی وو د استانبول د واحدالدین په ماڼۍ کې لیدنه وکړه.
مارک روت ددې لیدنې نه وروسته خبري غونډه کې وویل چې د ناټو جنوبي برخه د تورکیې او تورکیې مشرتابه ته اړتیا لري.
"تورکیه پرېکنده رول لوبوي. د دې ترڅنګ د غزې د وضعیت د هواري لپاره هڅې کوي. په ورته وخت کې په اوکراین کې د روانې ناوړه جګړې د پایته رسولو او سولې په خاطر هلې ځلې کوي. مونږ د تورکیې پر مهم رول سترګې پټولی نشو. تورکیه په واقعیت چې یو ډیر مهم رول لوبوي"