نن د اپریل ۲۳مه ، په تورکیه کې  د ملي حاکمیت او ماشومانو د جشن سره سمون خوري.

د اپریل ۲۳ ورځ چې د تورکیې په تاریخ کې د ځانګړي اهمیت نه برښمنده ده ، د تورکیې د جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک لخوا ماشومانو ته په ډالۍ کې ورکړ شوې ده .

2130876
نن د اپریل ۲۳مه ، په تورکیه کې  د ملي حاکمیت او ماشومانو د جشن سره سمون خوري.

 نن د اپریل ۲۳مه ، په تورکیه کې  د ملي حاکمیت او ماشومانو د جشن سره سمون خوري.

د ویلو ده چې دا ورځ د تورکیې په تاریخ کې د ځانګړي اهمیت نه برښمنده ده چې د تورکیې د جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک لخوا ماشومانو ته په ډالۍ کې ورکړ شوې ده .

د تورکیې د خپلواکۍ د جګړې پر مهال  د تورکیې ملي شورا د اپریل په ۲۳ مه پرانیستل شوه. دا ورځ په تورکیه کې د ملي حاکمیت  د ورځې په توګه ونومول شوه چې وروسته بیا تورکیې د جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک لخوا ماشومانو ته په ډالۍ کې ورکړ شوه .

د تركيې د جمهوريت د تاسیس لپاره  تر ټولو ستر ګام پوره ۱۰۴ كاله وړاندې پورته شو.

د تورکیې ستره  ملي شورا تاسیس شوه.

د تورکیې د سترې ملي شورا  په پرانستلو سره خلکو د مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ د د خپلواکۍ په خاطر یو ډیر مهم ګام اوچت کړ. د عثماني امپراتورۍ د هیرو څخه د تورکیې جمهوریت وزیږول شو. حاکمیت پرته د قید او شرط څخه ملت ته ورکړ شو.

د ویلو ده چې په تورکیه کې څه باندې یوه پیړۍ کیږي چې هر کال د اپریل ۲۳ مه  د ملي اختر یا جشن په توګه لمانځل کیږي.

اتاترک له پیل څخه غوښتل چې هیواد د ولسي جرګې او ملي ارادې  سره د اشغالګرو څخه وژغوري او همداسې وکړل. هغه چې به هر ګام اوچتولو په هغه کې به يي ملي اراده او ملت استازیتوب محاسبه کولو. هغه به تل یوه خبره کوله چې  " ټوله نړۍ باید پوه شي چې نور  د دې ملت نه لوړ هیڅ مقام نشته، یوازې یو ځواک شتون لري چې هغه هم  ملي حاکمیت دی."

مصطفی کمال اتاترک  ددې شعارونو څرګنده کړې  چې د ملت برخلیک باید پخپله ملت وټاکي. هغه به تل ویل چې یواځې یو مقام  او  موقف شتون لري چې هغه هم د ملت زړه او وجدان دی.

د ویلو ده چې د تورکیې ستره ملي شورا یا ولسي جرګه د ۱۹۲۰ کال د اپریل په ۲۳ مه د جمعې له لمانځه وروسته د ملت په دعاوو سره په انقره کې پرانیستل شو. ولسي جرګه پداسې حال کې په انقره کې پرانیستل شوه چې هیواد د امپریالیستو ځواکونو تر اشغال لاندې وو او په ټول هیواد کې د اشغالګرو پر خلاف د خپلواکۍ مبارزه پیل شوې وه.

ولسي جرګې په لومړۍ ورځ له ۱۱۵ استازو سره غونډه وکړه. د ولسي جرګې لومړنۍ غونډه د ولسي جرګې تر ټولو د ډیر عمر لرونکي د سینوپ ولایت استازي شریف خان لخوا پرانیستل شوه. پرانیست وینا شریف خان وکړه.

همداشان د ولسي جرګې پدې غونډه کې مصطفی کمال د رایو په اتفاق د ولسي جرګې د رئیس په توګه وټاکل شو. پدې ډول په انقره کې د نوي دولت بنسټ کیښودل شو.

له ټولو مشکلاتو سره سره د خپلواکۍ په مبارزه کې ملي حاکمیت ته لومړیتوب ورکړ شو.

پدې ډول په ۱۹۲۱ کال کې د اپریل ۲۳ مه د تورکیې د ملي حاکمیت د ورځې په توګه لمانځل شوه .

د تورکیې د جمهوریت موسس  مصطفی کمال اتاترک دغه دغه مهمه ورځ د ۱۹۲۹ میلادي کال د اپریل په ۲۳ مه نیټه ماشومانو ته په ډالۍ کې ورکړه او دا ورځ يي د ملي حاکمیت او ماشومانو د جشن یا ملي اختر په توګه اعلان کړه.

د اتاترک لخوا دا ورځ ماشومانو ته وقفولو یواځنی لامل د ماشومانو سره د هغه ډیره زیاته مینه نه وه ، بلکې هغه ماشومان د هیواد د ملي حاکمیت اساس ګنل .

د یتیم ماشومانو پالنه د تورکیې د جمهوریت د بنسټ ایښودونکي له مهمو لومړیتوبونو څخه وه.

ماشومانو ته د دې ورځې وقف کول د دوی په وړاندې د بشري  مسؤلیت څرګندونه وه.

ماشومانو ته د اتاترک ډالۍ د نړۍ له خوا ډیره پاملرنه او ستاینه جلب کړه. دا په تاریخ کې د ماشومانو د حقونو او راتلونکي لپاره د مثالي پریکړې په توګه ثبت شوه.

د ویلو ده چې هر کال د نړۍ د ګوټ ګوټ نه په سلګونو ماشومان تورکیې ته راځي او خپلو همزولو سره دا ورځ لمانځي.



اړوند خبرونه