د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر نن تورکیې ته خپل لومړنی سفر کوي.
د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین د جرمني – تورکیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس د سلمې کلیزې په مناسبت تورکیې د خپل درې ورځني سفر په لړ کې لومړی استانبول نه لیدنه وکړه.
د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر نن تورکیې ته خپل لومړنی سفر کوي.
د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین د جرمني – تورکیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس د سلمې کلیزې په مناسبت تورکیې د خپل درې ورځني سفر په لړ کې لومړی استانبول نه لیدنه وکړه.
شټاین مایر په استانبول کې د سرکه جي ریل سټیشن څخه ، کوم چې تورکي کارګرانو آلمان ته د تګ لپاره کارول کیده لیدنه وکړه.
د جرمني ولسمشر شتاین مایر دلته په خپله وینا کې وویل چې دا کومه تصادفي خبره نه ده چې هغه خپل سفر او تماسونه د سرکه جي د اورګاډي له تم ځای څخه یې پیل کړ. هغه زیاته کړه هغه تورکان چې شاوخوا ۶۳ کاله مخکې جرمني ته راغلي وو د تورکیې او جرمني د تاریخ یوه برخه وه.
شټاین مایر د دې په یادولو سره چې په دې ریل سټیشن کې ډیری کیسې پیل شوې ، وویل چې په سلګونو زره تورکان په ۱۹۶۰ میلادي کال کې د میلمنو کارګرانو په توګه له دې ځای څخه آلمان ته ولاړل.
"نن نږدې درې میلیونه تنه تورکي وګړي زموږ په هیواد کې ژوند کوي او زموږ د ټولنې په جوړښت کې مرسته کوي. دوی زموږ د هیواد په جوړولو کې مرسته کړې، زموږ هیواد یې پیاوړی کړی او زموږ د ټولنې په زړه کې ځای لري."
شټاین مایر دې ته په اشارې سره چې د تورکیې او جرمني ترمنځ اړیکې ځانګړې او ټینګې اړیکې دي او په ځانګړي ډول په کړکیچنو حالاتو کې ډیرې زیاتې مهمې دي.
په قهرمانمارش له زلزلې وروسته جرمني د تورکیې سره ستر پیوستون وښود.ددې اړیکو اهمیت یو ځل بیا ټولو ته په ډاګه شو.
هغه وویل چې سبا به د غازي انتب ولایت کې د زلزله ځپلو او مرستندویانو نه لیدنه وکړي.
"دلته زما له راتګ څخه ډیر وخت نه کیږي ، خو زه دا خبره کولای شم، هر څوک چې د جرمني په توګه دلته راځي، په ډیر رونډ تندي ترینه ډیر تود هر کلی کیږي. دا نه یوازې د تورکیې د میلمه پالنې له امله دی، بلکې دا د نږدې انساني اړیکو له امله دی. چې تاسو د ورځني ژوند په هر ځای کې احساس کولی شئ."
د آلمان ولسمشر په دې باندې په ټینګار سره چې هر کال ۵ میلیونه آلماني سیلانیان تورکیې ته راځي د دې ښودنه کوي چې دغه اړیکې څومره نږدې دي:
"له همدې امله، دا کومه تصادفي نه ده چې موږ نن خپل سفر د سرکیچي ریل سټیشن څخه پیل کړ."