ولسمشر اردوغان د حماس د سیاسي بیرو د مشر اسماعیل هنیه سره په استانبول کې لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د حماس د سياسي بيورو له مشر اسماعيل هنيه سره په استانبول کې د دولمه باغچه په ماڼۍ کې د خپل كار په دفتر كې لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د حماس د سياسي بيورو له مشر اسماعيل هنيه سره په استانبول کې د دولمه باغچه په ماڼۍ کې د خپل كار په دفتر كې لیدنه وکړه.
دې مهمې غونډې دونیم ساعته دوام وکړ.
ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې وویل چې تورکیه د فلسطین مظلومو وګړو ته د نړۍوالې ټولنې د پام اړولو په خاطر خپلو ډیپلوماتیکو هلو ځلو ته دوام ورکوي او د وحشت د پای ته رسولو او د یو بیړني دایمي اوربند پر اړتیا په هر فرصت کې ټینګار کوي.
د غزې لپاره د ولسمشر اردوغان ډیپلوماتیکې هڅې دوام لري. اردوغان د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره لیدنه وکړه. غونډه د ماسپښین په ۱۴:۳۰ بجو پیل او ۲:۵ ساعته یې دوام وکړ.
ولسمشر اردوغان د اسماعیل هنیه سره په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د بریا لاره د یووالي او اتحاد نه تیریږي.
په دې لیدنه کې پر فلسطیني خاوره او په ځانګړې توګه پر غزې د اسرائیلو د بریدونو، غزې ته د بشري مرستو د کافي او پرله پسې رسولو او په سیمه کې د عادلانه او تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د اړتیا په اړه خبرې وشوې.
ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې وویل چې تورکیه د فلسطین مظلومو وګړو ته د نړۍوالې ټولنې د پام اړولو په خاطر خپلو ډیپلوماتیکو هلو ځلو ته دوام ورکوي او د وحشت د پای ته رسولو او د یو بیړني دایمي اوربند پر اړتیا په هر فرصت کې ټینګار کوي.
اردوغان څرګنده كړه چې يوه ورځ به اسرائيل پر فلسطينيانو د ظلمونو قيمت ادا كړي، توركيه به نړۍوالې ټولنې ته د غزې په تړانګه كې د روانو قتل عامونو په اړه معلوماتو ورکولو ته دوام ورکړي او د فلسطين د خپلواک دولت د جوړولو لپاره به هر ډول هڅې جاري وساتي.
"د فلسطین د مشروع او پر حق دعوا حقایق باید نړۍ ته بیان شي"
ولسمشر اردوغان وویل چې اسرائیلو ته سخت ځواب ورکولو او په دې بهیر کې د فلسطینیانو په یووالي عمل کول اړین دي . او د بریا لاره د یووالي او اتحاد له لارې تیره شوې ده او د فلسطین حقایق باید لا زیات بیان شي. اسرائیل د درواغو سره نړیوال عامه افکار ګمراه کوي.
ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې دا هم وویل چې تورکیه د فلسطین د کړکیچ د کمولو په خاطر خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي چې تر اوسه پورې څه د پاسه ۴۵ زره ټنه بشري مرستې سیمې ته استولي دي او پدې اړه یو شمیر بندیزونه هم لګول شوي دي. د اسرائیلو په وړاندې د سوداګرۍ بندیزونو په شمول پلي شوي دي.
ولسمشر اردوغان د اسرائیلو او ایران ترمنځ کړکیچ ته په اشارې سره وویل ، دا پیښې باید د اسرائیلو لپاره فرصت ورکولو ته زمینه برابره نه کړي .
په دې کتنه کې ولسمشر اردوغان اسماعیل هنیه ته د اسرائیلو په برید کې د هغه د شهید شوو زامنو او لمسیانو په خاطر خپله خواخوږي هم څرګنده کړه.
په دغه کتنه کې له ولسمشر اردوغان سره د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د ملي استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم کالن، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون، د ولسمشر د بهرنۍ تګلارې او امنیت ستر سلاکار سفیر عاکف چاغتای کیليچ او د ولسمشر ستر سلاکار هم شتون درلود.