ولسمشر اردوغان په انقره کې د تانزانیا له ولسمشرۍ سامیه حسن سره لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تانزانیا د ولسمشرۍ سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغلې ده په انقره کې لیدنه وکړه.

2129702
ولسمشر اردوغان په انقره کې د تانزانیا له ولسمشرۍ سامیه حسن سره لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تانزانیا د ولسمشرۍ سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغلې ده په انقره کې لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې وویل چې د افریقا لویه وچه زمونږ په زړونو کې یو ځانګړی ځای لري. د همدې امله د افریقا په اړه د تورکیې نوښت د افریقا د لویې وچې د هیوادونو لخوا  په مینه او محبت سره  ترینه هرکلي شوی دی.

ولسمشر اردوغان  د تانزانیا   جمهوریت  د ولسمشرې  سامیه  صلوحو حسن  سره  چې  په رسمي سفر  تورکیې ته راغلې ده  لیدنه وکړه. د دوه په دوه لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو د پلاویو ترمنځه لیدنه وشوه. د لیدنې نه وروسته دواړو مشرانو په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان دلته په خپله وينا كې دې ته اشاره وكړه چې د متقابل درناوي او ګټو د اصولو په چوكاټ كې د دواړو هیوادونو اړيكې ورځ په ورځ پراختيا مومي او خپلو خبرو ته يې په لاندې ډول دوام ورکړ، "موږ د هغو ګامونو په اړه خبرې وکړې چې د متقابل تجارت او پانګونې د زیاتولو لپاره باید اوچت شي. تیر کال زموږ د دوه اړخیز تجارت حجم ۳۴۵ میلیون ډالرو ته رسیدلی. د دې زیاتوالي سره سره، اوسني ارقام زموږ ریښتیني ظرفیت نه څرګندوي. موږ هدف لرو چې زموږ د سوداګرۍ حجم یو میلیارد  ډالرو ته لوړ کړو."

اردوغان په دې خبرې سره چې د افریقا لویه وچه د ده په زړه کې ځانګړی ځای لري یادونه وکړه چې د خپل لومړي وزیر او د ولسمشرۍ په دوره کې یې له ۵۰ څخه زیات سفرونه افریقا ته کړي دي.

اردوغان د دې خبرې په ټینګار سره چې د  افريقا  په اړه  د توركيې نوښت د د افریقا د لویې وچې د هیوادونو له تود هركلي سره مخامخ شوی دی.

"مونږ په هر ډګر کې د افریقا د لویې وچې سره د اړیکو د ښه کولو قوي هوډ لرو، له سوداګرۍ څخه تر تعلیم پورې، له کرنې څخه تر روغتیا پورې. موږ به د افریقا غږ په نړیوالو پلیټ فارمونو کې د اوریدلو په برخه کې مرستې ته دوام ورکړو."

د تانزانیا ولسمشرۍ حسن د تورکیې د ډیرې ګرمې میلمه پالنۍ له امله د ولسمشر اردوغان او تورکیې خلکو نه مننه وکړه.

حسن په دې خبرې سره چې تانزانیا د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګټورو اړیکو د پراختیا لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه، وویل: تورکیه په حقیقت کې یو ډیر ارزښتناک ملګری دی او دلته زما سفر دا ثابتوي چې موږ دغه ملګرتیا څومره ارزښتناکه بولو.

حسن ولسمشر اردوغان ته خپل هیواد ته بلنه ورکړه.

په همدې حال کې د تورکیې جمهوریت او د تانزانیا جمهوریت ترمنځ د پانګونې د ودې او اسانتیاوو، لوړو زده کړو، آرشیف او د لوړو زده کړو بورسونو په برخو کې ۶ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.



اړوند خبرونه