تورکیې اسرائیلو ته د ۵۴ ډوله توکو په صادراتو د محدودیت لګولو پریکړه وکړه.
تورکیې پر اسرائیلو ځیني نوي محدودیتونه ولګول
تورکیې اسرائیلو ته د ۵۴ ډوله توکو په صادراتو د محدودیت لګولو پریکړه وکړه.
د تورکیې د سوداګرۍ وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د اسرائیلو په وړاندې د محدودیت پدې پریکړه کې د ساختماني موادو لکه سیخ ګول نه نیولې تر مرمرو ، فولادو او سیرامیک پورې یو زیات شمیر توکي تر پوښښ لاندې راولي.
په بیان کې راغلي " تورکیې پریکړه کړې چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د اپریل ۹ نیټې نه په اعتبار سره اسرائیلو ته د ځینو محصولاتو صادرات محدود کړي. دا پریکړه سمدلاسه د وزارت لخوا پلي کیږي. ټاکل شوي محدودیتونه به تر هغه دوام ولري ترڅو چې اسرائیل په غزه کې سمدستي اوربند اعلان کړي او سیمې ته مرستو داخلیدو ته اجازه ورکړي. "
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.