په تورکیه کې نن سیمه ایزې اداري او ښاروالۍ ټاکنې ترسره کیږي.

په ټول هیواد کې د رای اچونې بهیر پيل شو.

2122555
په تورکیه کې نن سیمه ایزې اداري او ښاروالۍ ټاکنې ترسره کیږي.

په تورکیه کې نن سیمه ایزې اداري او ښاروالۍ ټاکنې ترسره کیږي.

په ټول هیواد کې د رای اچونې بهیر پيل شو.

 

په دغو ټاکنو کې چې څه باندې ۶۱ میلیونه ۴۴۱ زره واجد د شراېطو رای ورکوونکي به رایه ورکړي، خپلواک نوماندان او همدارنګه د ۳۴ سیاسي ګوندونو نوماندان به سیالي وکړي.

 

په ټول هیواد کې څه باندې ۲۰۶ زره د رایو صندوقونه ایښودل شوي‌ دي.

 

په سیمه ایزو  ټاکنو کې  د ۳۰ لویو ښارونو، ۵۱ ولایتونو، ۹۷۳ ولسوالیو او ۳۹۰ علاقه داریو  ښاروالان او ۵۰ زره ۳۳۶ د ګذر وکیلان  ټاکل کېږي.

 

د ولایتي شوراګانو او د ښاروالۍ د شوراګانو غړي‌ هم پدې ټاکنو کې ټاکل کیږي.

 

د تورکیې د ټاکنو عالي شورا  د پریکړې سره سم  د موسمي شرایطو او د لمر لوېدو وخت په پام  کې نیولو سره په ۳۲ ختیځو ولایتونو کې د رایې اچونې بهیر یو ساعت مخکې پيل او یو ساعت مخکې به پایته ورسیږي.

 

په دې ترتیب به په ۳۲ ولایتونو کې رایه اچونه د تورکیې په ځايي وخت د سهار په ۷ بجو پیل  شو او  د مازیګر په ۴  بجو به پای  ته ورسیږي.

 

د دې ولایتونو څخه بهر په نورو ځایونو کې د رای ورکولو بهیر  د سهار په ۸ بجو پيل او د مازیګر په ۵ بجو به پایته ورسیږي.

د رای ورکولو د بهیر د پایته رسیدو نه وروسته به د رایو په شمیرنې پيل وشي.


پيوندونه: #ټاکنې , #تورکیه

اړوند خبرونه