د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان د امریکا څخه راغلي لوړپوړي هئیت سره لیدنه وکړه
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په پلازمینه انقره کې د امریکا د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمیسیون رئیس مایک راجرز، لوړ پوړي غړي ادم سمیټ او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په پلازمینه انقره کې د امریکا د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمیسیون رئیس مایک راجرز، لوړ پوړي غړي ادم سمیټ او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې
د بهرنیو چارو وزیر فيدان په پلازمېنه انقره کې د امريکا د استازو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې له رئيس راجرز، لوړپوړي غړي سمېت او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
وروسته د هیواد دفاع وزیر یاشر ګولر د امریکا د استازو جرګې د وسله والو خدمتونو د کمیسیون له پلاوي سره لیدنه وکړه.
د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې وزیر ګولر د امریکا د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمیسیون رئیس راجرز، لوړ پوړي غړي سمیټ او ورسره مل هئیت سره لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې پدې لیدونو کې په انقره کې د امریکا سفیر جیف فلیک هم ګډون درلود .
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.