تورکیې د جرمني په هانور ایالت کې د تورکیې پر قونسلګرۍ برید په اړه سخت غبرګون وښود
تورکیې د جرمني په هانور ایالت کې د تورکیې پر قونسلګرۍ د PKK د بیلتون غوښتونکو سازمان د پلویانو لخوا د برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
تورکیې د جرمني په هانور ایالت کې د تورکیې پر قونسلګرۍ د PKK د بیلتون غوښتونکو سازمان د پلویانو لخوا د برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې، لاندې څرګندونې شوي.
"د مارچ د میاشتې په ۲۶ نیټه په هانور ایالت کې زمونږ د قونسلګرۍ په دروازه د PKK د ترهګرې ډلې د پلویانو لخوا برید شوی. په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
له برید وروسته له جرمني چارواکو سره تماس نیول شوی او یادونه یې وکړه چې الماني چارواکي زموږ د اتباعو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو د امنیت مسؤلیت لري او باید اجازه ورنه کړي چې په اروپا کې د تورکي ټولنې پر خلاف پاروونکي اقدامات ترسره کړي.
داسې لیدل کیږي چې په اروپا کې د تورکي ټولنو د امنیت د خرابولو په موخه د PKK په نامه ترهګریز سازمان فعالیتونه مخ په زیاتیدو دي. زموږ د اتباعو د اعتدال په برکت د لا جدي پیښو مخنیوی شوی دی.
"له اړوندو هیوادونو څخه زموږ هیله دا ده چې د تروریستي سازمان د ملاتړو کړنو ته اجازه ورنکړي او برید کوونکي ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري."