ولسمشر اردوغان د روسیې ولسمشر پوتین ته په ټاکنو کې د بري له امله مبارکي وویله
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اردوغان له پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
2117064
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اردوغان له پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې ټیلیفوني خبرو کې اردوغان پوتین ته په انتخاباتو کې د بریا له امله مبارکي وویله او ویې ویل چې دی باور لري چې د تورکیې او روسیې په اړیکو لا پسې پیاوړې شي.
ولسمشر اردوغان دا هم وویل چې تورکیه د روسیې او اوکراین په جګړه کې د مذاکراتو میز ته د راستنیدو په برخه کې هر ډول اسانتیا برابرولو ته چمتو ده.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.