ولسمشر اردوغان د چناق قلعه د ستر بري د ۱۰۹ مې کلیزې په مناسبت پیغام خپور کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شهیدانو د یاد د ورځې او د چناق قلعه د سمندري بریا د ۱۰۹ مې کلیزې په مناسبت پیغام خپور کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شهیدانو د یاد د ورځې او د چناق قلعه د سمندري بریا د ۱۰۹ مې کلیزې په مناسبت پیغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې ویلي دي چې د چاناق قلعه د غوڅ بري د داستانو د ټولو اتلو شهیدانو نه په ډیر درناوي سره یادونه کوو .
اردوغان په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې « زمونږ د ایمان نه ډکو سینو په مقابل کې د نړۍ تر ټولو پیاوړې پوځونه د ډیرې ماتې سره مخامخ شول، دا جګړه ایمان وګټله».
هغه وویل، "د چاناق قلعه بریا یو ویاړلی داستان دی چې د دورې ترټولو عصري پوځونه یې په ګونډو کړل او په تاریخ کې یې د "چاناق قلعه دښمن تیریدلی نشي " جمله په تاریخ کې د زرینو ټکو سره ولیکله.
ولسمشر اردوغان همداشان ټینګار وکړ چې د تورکیې ملت چې د چاناق قلعه په جګړه کې بې ساري مبارزه کړې د ټولو مظلومو هیله ده.
"د استعمار لاندې ډیری هیوادونو د خپلواکۍ مبارزې د چاناق قلعه او وروسته زموږ د خپلواکۍ له جګړې څخه ترلاسه شوي الهام سره پیل کړې. په داسې حال کې چې چاناق قلعه د یو ملت په توګه زموږ ابدي او عزلي ورورګلوۍ څرګندوي، دا د هغه سیمې د برخلیک مشترکات هم منعکس کوي چې موږ پکې ژوند کوو. د دې هیواد ماشومان زموږ د نیکونو له قربانیو څخه، سرښندونو او په چناق قلعه کې د سختې مبارزو څخه د زده کړې لپاره ډیر څه لري ."
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.