نن د مارچ اتلسمه نیټه ده چې د چناق قلعه د سمندري بري د ۱۰۹ مې کلیزې سره سمون خوري.

د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې د ۱۹۱۵ میلادي کال د مارچ په ۱۸ مه د چناق قلعه یا داردانیل د تنګي جګړه  د عثماني امپراتورۍ د غوڅ  بریا سره پای ته ورسیده . دا ستر بری  هر کال په څیر سږ کال هم  په ویاړ سره لمانځل کیږي.

2116760
نن د مارچ اتلسمه نیټه ده چې د چناق قلعه د سمندري بري د ۱۰۹ مې کلیزې سره سمون خوري.

نن د مارچ اتلسمه نیټه ده چې د چناق قلعه د سمندري بري د ۱۰۹ مې کلیزې سره سمون خوري.

د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې د ۱۹۱۵ میلادي کال د مارچ په ۱۸ مه د چناق قلعه یا داردانیل د تنګي جګړه  د عثماني امپراتورۍ د غوڅ  بریا سره پای ته ورسیده . پدې ورځ تورک ملت یرغلګرو ځواکونو ته داسې ماتې ورکړه چې تاریخ کې ساری لیدل شوی نه وو. دا ستر بری  د هر کال په څیر سږ کال هم  په ویاړ سره لمانځل کیږي.

د ګلیپولي ټاپو په تاریخي برخه کې د شهیدانو د یادګاري ورځې او د چناق قلعه  سمندري بریا د ۱۰۹ مې کلیزې په مناسبت مراسم ترسره کیږي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دې مراسمو کې ګډون کوي.

هغه کسان چې چناق قلعه يي د دښمن په هدیرې بدل کړ، هغه کسان چې د دښمن په وړاندې یې مقاومت وکړ او هغه څوک چې دا خاوره یې د راتلونکو نسلونو لپاره وطن جوړ کړ، په ځانګړې توګه د تورکیې جمهوریت بنسټ ایښودونکی مصطفی کمال اتاترک نه په ډیر وياړ او درناوۍ سره یادونه کوو.


پيوندونه: #چناق قلعه , #تورکیه

اړوند خبرونه