تورکیه : د عراق د هغه پریکړې نه چې وايي PKK په عراق کې یو منع شوی سازمان دی" هر کلی کوو
تورکیې د عراق د ملي امنیت د شورا د هغې پریکړې هرکلی کړی چې ویلي یې دي "PKK په عراق کې یو منع شوی سازمان دی".
تورکیې د عراق د ملي امنیت د شورا د هغې پریکړې هرکلی کړی چې ویلي یې دي "PKK په عراق کې یو منع شوی سازمان دی".
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په مشرۍ لوړي پوړي پلاوي د عراق په پلازمینې بغداد کې د عراق د لومړی وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین په مشرۍ پلاوي سره لیدنه وکړه .
د "تورکیې-عراق امنیتي میکانیزم غونډې" څخه وروسته خپره شوې ګډه اعلامیه کې ، یادونه شوې چې د روژې له میاشتې وروسته عراق ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په چمتووالی خبرې وشوې.
په اعلامیه کې د عراق د سیاسی وحدت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اهمیت باندې د ټینګار په ترڅ کې د PKK د بیلتون غوښتونکو ترهګرې ډلې د تورکیې او عراق لپاره یو امنیتی ګواښ بلل شوی او په عراق کې د دغه سازمان شتون د عراق له اساسي قانون څخه سرغړونه بلل شوې ده .
په بیان کې ټینګار شوی چې تورکیې د عراق د ملی امنیت شورا د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې وایی، بېلتون غوښتونکی ترهګره ډله PKK په عراق کې یو ممنوع سازمان دی او دواړه خواوې د دې سازمان لخوا چې د عراق د خاورې نه په استفادې سره د تورکیې پر خاورې ترهګریز بریدونه کوي په اړه په ګډو تدابیرو خبرې وکړې.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.