د تورکیې یو جګپوړي هئیت په یوې مهمه غونډه کې د ګډون په موخه عراق ته سفر وکړ.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر او د ملي استخباراتو د ریاست رئیس ابراهیم قالن په امنیتي غونډه کې د عراق پلازمینې بغداد ته ولاړل.
2115462

د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې، فیدان به د تورکیې او عراق ترمنځ د امنیتي خبرو اترو په راتلونکې غونډه کې هم ګډون وکړي چې د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین په کوربه توب جوړیږي.
تمه کیږي چې په دې غونډه کې به د دوه اړخیزو اړیکو پر بېلابېلو موضوعاتو په تېره بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې، امنیتي او پوځي همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وشي.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.