ولسمشر اردوغان د متحده عربي اماراتو له ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان ته د تورکیې د سفر بلنه ورکړه.
2114037
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د متحده عربي اماراتو د ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان ته د تورکیې د سفر بلنه ورکړه.
اردوغان ال نهیان ته د هغه د زوکړې د مبارکۍ ترڅنګ، د روژې مبارکې میاشت مبارکي هم ورکړه.
اردوغان د دواړو هېوادونو ترمنځ د جوړې شوې ستراتېژیکې عالي شورا د لومړۍ غونډې په ترڅ کې الن نهیان ته تورکیې بلنه ورکړه.
همداشان پدې ټیلیفوني خبرو کې د دواړه اړخیزو اړیکو او مهمو مسئلو په اړه هم خبرې وشوې.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.