ولسمشر اردوغان د هیواد د ملي سرود د کلیزې په مناسبت پیغام خپور کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل "هغه ورځ چې موږ خپل ملي سرود هير كړو، دا به پدې معنی وي چې زموږ په پښو کې د غلامۍ زنځیرونه اچول شوي وي."
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل "هغه ورځ چې موږ خپل ملي سرود هير كړو، دا به پدې معنی وي چې زموږ په پښو کې د غلامۍ زنځیرونه اچول شوي وي."
ولسمشر اردوغان د مارچ د ۱۲ د هیواد د ملي سرود د منلو او د ملي سرود د شاعر محمد عاکف ایرسوي د یادونې د ورځې په مناسبت یو پیغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان څرګنده كړه چې ملي سرود هغه ملي اجماع څرګندونه ده چې څه باندې یوه پيړۍ مخکې زمونږ د ملت لخوا د يوه ملت په توګه د ازادۍ د ترلاسه كولو، وطن د اشغال څخه د ژغورلو او د نوي او روښانه راتلونكې د جوړولو په موخه رامنځته شوې ده.
"زموږ تمدن او ماضي، زموږ ارزښتونه، زموږ عقیده، زموږ د تاریخ په اوږدو کې زموږ د ملت پرمختګ او قوي اراده زموږ د ملي سرود په مصرو کې انځور شوي دي. همداشان زمونږ په ملي سرود کې استقلال او خپلواکۍ د جګړې ترسره کوونکي ملي شورا قوي او پیاوړې ارده ، د جګړې په ډګر کې زمونږ د سرتیرو قربانۍ، استقامت ا، سرښندنې او د وطن سره مینه پکې نغښتې ده. مونږ ملي سرود زمونږ د ملت د قربانیو، سرښندونو، فداکاریو او د وطن سره د لیونۍ مینې انعکاس دی"
ولسمشر اردوغان د دې خبرې په ټینګار سره چې نن ورځ زمونږ وطن داسې بچي او ځوانان لري چې د ملي سرود هره کلمه او هر پیغام د خپل بدن او روح د ذرې ذرې سره درک او احساسوي.
" د اړتیا په صورت کې زمونږ اولاد د هیواد د بیرغ او اذان نه د خپل سر په بدل کې په ډیره ښه توګه ساتنه کوي. هغه ورځ چې موږ خپل ملي سرود هیر کړو دا پدې مانا ده چې زموږ په پښو کې د اسارت او غلامۍ زنځیرونه اچول شوي او د ذلت زنځیرونه زموږ په غاړه کې اچول شوي دي.
زمونږ د ملي سرود د لیکوال او د هیواد ستر شاعر محمد عاکف ایرسوی نه په ډیر درناوي سره یادونه کوو.
د هیواد د ملي سرود د کلیزې په مناسبت د ملي سرود د لیکوال محمد عاکف ایرسوی او د هیواد د خپلواکۍ د مبارزې ټولو اتلو شهیدانو او غازیانو نه په ډیر درناوي سره یادونه کوو. د ټولو روح دې ښاد وي.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.