د مارچ ۱۲ مه د تورکیې د ملي سرود د منل کیدو د کلیزې په مناسبت دفاع وزیر ګولر پیغام

د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر د مارچ ۱۲ مه د تورکیې د ملي سرود د منل کیدو د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

2114193
د مارچ ۱۲ مه د تورکیې د ملي سرود د منل کیدو د کلیزې په مناسبت  دفاع وزیر  ګولر پیغام

د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر د مارچ ۱۲ مه د تورکیې د ملي سرود د منل کیدو د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

 "زموږ ملي سرود، چې هر بند او هر قطعه یې د مورال او زړورتیا سرچینه ده، یوازې شعر نه دی، بلکې د هغه ملت د خپلواکۍ منشور دی چې له ایرو څخه بیا زیږیدلی دی."

د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر د مارچ د ۱۲ د ملي سرود د منلو او د محمد عاکف ایرسوي د یادښت د ورځې په مناسبت یو پیغام خپور کړ.

وزیر ګولر په خپل پیغام کې ویلي چې دوی د ملي سرود د منلو د ۱۰۳مې کلیزې د لمانځلو په مناسبت د ویاړ او خوښۍ احساس کوي او په دې مناسبت د هیواد د ملي سرود د شاعر، ستر مفکر محمد عاکف ایرسوي  نه په ډیر درناوي سره یادونه کوي.

ګولر ټینګار وکړ چې د تورکیې ملت له امکاناتو د ټولو نشتوالي سره سره د غازي مصطفی کمال اتاترک تر مشرۍ لاندې د هغو امپریالیستي قدرتونو په وړاندې چې یوه پیړۍ مخکې یې زمونږ د سپیڅلي وطن د خاورې د اشغال او د راتلونکې د تورتمولو اقدام کړی وو په ډیر بې ساري  توګه مبارزه وکړه او دا ستر بری  جمهوري نظام سره دوام داره او تل پاتی کړ.

"زموږ ملي سرود چې زموږ د ستر شاعر محمد عاکف ایرسوي لخوا لیکل شوی او زموږ د ملي یووالي او پیوستون سمبول دی، په دې سختو وختونو کې د ورکړل شوې مبارزې تاریخي سند ګرځیدلی دی، زموږ ملي سرود چې هر بند او هره قطعه یې  د مورال او زړورتیا سرچینه، یوازې یو شعر نه دی، بلکې دا د ملت د خپلواکۍ منشور دی چې د ایرو څخه بیا زیږیدلی دی."

ګولر دې ته اشاره وکړه چې په هغه فضا کې چې  زمونږ ملي سرود لیکل شوی، په خورا سختو شرایطو کې د خپلواکۍ اور بل  ساتل او راتلونکو نسلونو ته د دې اتلولۍ روح لیږدول یو له مهمو دندو څخه دی.

"په هغه الهام سره چې موږ د خپل ملي سرود څخه ترلاسه کوو، موږ به د خپل بقا لپاره د هر ډول ګواښونو او خطرونو له منځه وړلو ته دوام ورکړو، د خپل هیواد او د خپل ګران ملت د امنیت او سولې لپاره شپه او ورځ کار وکړو او د لوی پرمختګ لپاره هڅې وکړو.

د تورکیې د پیړۍ د اهدافو سره سم پیاوړې تورکیه، په دې احساساتو او افکارو سره یو ځل بیا د غازي مصطفی کمال اتاترک او د هغه د میړانې، خپلو ټولو ګرانو شهیدانو، زموږ د اتلانو په ډیر درناوي سره یادونه کوو.



اړوند خبرونه