تورکیه د دفاعي صنعت په برخه کې هره ورځ په ځان بسیاینې په برخه کې مهم ګامونه اوچتوي.
د تورکیې د اتماجا توغندي د لومړي کورني او ملي تربوجیټ انجن (KTJ-3200) په مرسته په بریالیتوب سره خپل هدف له منځه یوړ.
تورکیه د دفاعي صنعت په برخه کې هره ورځ په ځان بسیاینې په برخه کې مهم ګامونه اوچتوي.
د تورکیې د اتماجا توغندي د لومړي کورني او ملي تربوجیټ انجن (KTJ-3200) په مرسته په بریالیتوب سره خپل هدف له منځه یوړ.
د تورکیې د دفاعی صنایعو د ریاست لخوا د خپور شوي بیان له مخې، د تورکیې د دفاعي صنایعو د ریاست لخوا پيل شوی او د راکټسن شرکت لخوا جوړ شوی د اتماجا توغندي لپاره ملي تربوجیټ انجن هدف په بریالیتوب سره وازمایل شو. د نوموړي انجن سره اتماجا توغندي خپل هدف په ډیر بریالیتوب سره په نښه کړ.
د تورکیې د دفاعي صنایعو ریئس پروفیسور دوکتور هالوک ګورګون، ویلي دي چې
"زموږ ملي پلیټ فارمونه، زموږ د ملي انجنونو لخوا پیاوړي شوي چې زموږ د دفاعي صنعت د بشپړې خپلواکۍ هدف ګړندی کوي او په ساحه کې جدي تغیرات رامنځته کوي."
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.