حوثیانو په سور سمندرګي کې د امریکا په دوو جنګي کښتیو د برید کولو نه خبر ورکړی دی
په یمن کې حوثيانو اعلان وکړ چې په سور سمندرګي کې یې د امریکا دوه جنګي بېړۍ په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په نښه کړې دي.
![حوثیانو په سور سمندرګي کې د امریکا په دوو جنګي کښتیو د برید کولو نه خبر ورکړی دی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7904/3ff9/44ce/65b9f83c3e6a7.jpg?time=1718666184)
په یمن کې حوثيانو اعلان وکړ چې په سور سمندرګي کې یې د امریکا دوه جنګي بېړۍ په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په نښه کړې دي.
د حوثي یاغیانو د پوځ ویاند یحیی سیري په خپل بیان کې ویلي، چې دوی په سور سمندرګي کې د امریکا پر دوو بېړیو برید کړی دی.
سیري ویلي چې د امریکا پر کښتیو بریدونه د ډرون الوتکو او توغندیو په مرسته ترسره شوي دي.
د امریکا متحده ایالتونو مرکزي قومندانۍ بیا ویلي دي چې په سور سمندرګي کې د حوثیانو لخوا توغول شوي توغندي په هوا کې شنډ او له منځه وړي دي.
په یمن کې د ایران د ملاتړ نه برښمند حوثیانو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۳۱مه په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې د یمن له سواحلو څخه د سوداګریزو کښتیو نیول پیل کړل، چې د دوی په وینا له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري او پر ځینو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیوبریدونه پیل کړل.
د حوثیانو د کړنو په تعقیب، ډیری بار وړونکو شرکتونو پریکړه وکړه چې په سره سمندر کې خپل سفرونه ودروي.
ددینه وروسته امریکا د انګلستان په ملګرتیا په یمن کې د حوثیانو پر خلاف په بریدونو لاس پورې کړ.
حوثیانو تیره ورځ اعلان وکړ چې امریکا او انګلستان د الحدیده په ښار ۶ بریدونه کړي دي.
حوثیانو ددې بریدونو په ځواب کې بیا په سور سمندرګي کې د امریکا په جنګي کښتیو د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو سره د برید کولو نه خبر ورکړ.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718666184)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718666184)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.