د تورکیې په ایدرنه ولایت کې ۲۱۵ تنه ناقانونه کډوال او ۵ تنه هم د کډوالو قاچاقبران ونیول شول.
په تورکیه کې د ناقانونه کدوالۍ پر خلاف مبارزه د خپل ټول شدت سره دوام لري
2109006
د تورکیې په ایدرنه ولایت کې ۲۱۵ تنه ناقانونه کډوال او ۵ تنه هم د کډوالو قاچاقبران ونیول شول.
د ایدرنې ولایت د جاندارما قومندانۍ ویلي دي چې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې په تیره یوه اونۍ کې د ترسره شوو عملیاتو په نتیجه کې ۲۱۵ تنه ناقانونه کډوال او ۵ تنه هم د کډوالو قاچاقبران نیول شوي دي.
همداشان نوموړو کډوالو او چاقبرانو سره ۵ موټرې هم نیول شوي دي. کډوال د ایدرنې ولایت د ناقانونه کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته سپارل شوي دي.
د نیول شوو کدوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.
همداشان نیول شوي پنځه تنه قاچاقبران د تحقیقاتو نه وروسته محکمې ته سوق شوي دي.
د ویلو ده چې په ټول هیواد کې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزه د قوي عزم او ارادې سره دوام لري.