د تورکیې د چناق قلعه په ولایت کې په سلګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.
د چناق قلعه ولایت د مرکز اړوند د چنارلي کلي او ایزین ولسوالۍ په ځنګلي سیمه کې د د جاندارم ټیمونو لخوا د غیر قانوني کډوالۍ پر خلاف د عملیاتو په ترڅ کې ۱۸۲ تنه ناقانونه کډوال په دریو موټرو کې ونیول شول.

همداشان پدې عملیاتو کې د ناقانونه کډوالو ۵ تنه چاقبران هم ونیول شول چې ۳ تنه يي د محکمې لخوا زندان ته واستول شول. د بله پلوه امنیتي ځواکونو د چناق قلعه ولایت د ایواجک په ولسوالۍ کې هم ۱۶۹ تنه ناقانونه کډوال، چې ۶۹ یې ماشومان وو، ونیول شول.
نیول شوی غیرقانوني کډوال د قانوني مراحلو د پلي کیدو نه وروسته د ایواجک ولسوالۍ د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته وسپارل شول.
د جاندارما ځواکونو قومندانۍ ویلي دي چې په چناق قلعه ولایت کې په څو جلا جلا عملیاتو کې ۳۵۱ تنه ناقانونه کډوال ونیول او د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته وسپارل.
جاندارما قومندانۍ ویلي دي چې د ناقانونه کډوالو سربیره ۵ تنه د کډوالو قاچاقبران هم نیولي دي چې ۳ تنه د محکمې لخوا زندان ته واستول شول او دوه تنه نور د تحقیقاتو نه وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.