د تورکیې د بهرنیو چاروزیر هاکان فیدان د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه وکړه.
هاکان فیدان له خپل امریکايي سیال بلینکن سره لیدنه وکړه
2105758
د تورکیې د بهرنیو چاروزیر هاکان فیدان د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه وکړه.
هاکان فیدان له خپل امریکایي سیال بلینکن سره د برازیل په ریو دی جنیرو ښار کې ، د G20 سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په څنډه کې لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې په غزې تړانګه کې ژر تر ژره د بشپړ اوربند د تامین لپاره د اقداماتو په اړه خبرې وشوې.
په دې لیدنه کې د روسيې او اوکراين پر روانې جګړې، د ناټو د پراختيا پر بهير، د اذربايجان-ارمنستان د سولې پروسې او نورو سيمه ييزو پرمختګونو په اړه د خبرو سربیره په دوه اړخیزو اړیکو او په راتلونکي کې د لوړ پوړو چارواکو د ملاقاتونو پر مهالوېش هم خبرې وشوې.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.