ولسمشر اردوغان په عراق کې د کردستان وطن دوستو اتحاد ګوند ته خبرداری ورکړ

تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په عراق کې د ( کردستان د وطن دوستو اتحاد) ګوند د ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکوي.

2102828
ولسمشر اردوغان په عراق کې د کردستان وطن دوستو اتحاد ګوند ته خبرداری ورکړ

تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په عراق کې د ( کردستان د وطن دوستو اتحاد) ګوند د ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکوي.

ولسمشر اردوغان متحده عربي اماراتو او مصر ته د خپل رسمي سفر نه د راستنیدو پر مهال الوتکه کې د اجنډا په اړه ارزونې وکړې او د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

اردوغان وویل چې په عراق کې د ( کردستان د وطن دوستو اتحاد) ګوند د بیلتون غوښتونکي ترهګرې ډلې PKK ملاتړ ته دوام ورکوي.

"موږ څو ځله د سلیمانیې د دې منفي چلند په اړه خبرداری ورکړی دی. "موږ دلته ځینې نوي او مختلف جوړښتونه ګورو، دوی ته چانس مه ورکوئ، که نه نو تاسو به یوازې پاتې شئ." هغه وویل چې  تورکیې تل د سلیمانیه نه ملاتړ کړی دی ځکه چې دلته زموږ خپلوان ژوند کوي.»

"هغه حرکت چې موږ د اربیل ادارې سره د  ترهګرۍ پر خلاف  د مبارزې په خاطر ترسره  کړی مثبت لوري ته روان دی. په هرصورت، له بده مرغه، سلیمانیه، یعني د د ( کردستان د وطن دوستو اتحاد) ګوند اداره، زموږ د پرله پسې خبرداریو سره سره، د ترهګریز سازمان PKK/YPG/PYD ملاتړ ته دوام ورکوي. اردوغان وویل چې دوی دا مسله په اجنډا کې راوستې او د د ( کردستان د وطن دوستو اتحاد) ګوند سره د لیدنو په جریان کې یې خبرداری ورکړ.

اردوغان د د ( کردستان د وطن دوستو اتحاد) ګوند په اړه د خپل غبرګون په دوام کې چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي وویل:

"هیڅوک باید له موږ څخه د بل دریځ تمه ونه کړي، موږ به اړین غبرګون وښیو. موږ نشو کولی دا مسله له پامه غورځوو. موږ هغه ګامونه پورته کوو چې موږ یې کولی شو، او موږ به یې کوو. موږ ښايي په ډېرو مسايلو کې زغم ولرو، خو که موضوع زموږ د بقاء او ملي امنيت وي، نو د زغم دروازې به وتړو او هر هغه څه به وکړو چې ضروري وي. "که زموږ هدف زموږ په وړاندې د دښمنۍ رامینځته کول وي، موږ غبرګون او اقدامات لرو او موږ به له سختو ګامونو څخه ډډه ونه کړو." هغه خبرداری ورکړ.



اړوند خبرونه