د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ۱۲ کلونو وروسته مصر ته رسمي سفر وکړ.
ولسمشر اردوغان مصر ته لاړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ۱۲ کلونو وروسته مصر ته رسمي سفر وکړ.
د ولسمشر اردوغان نه د مصر د پلازمینې قاهرې په اتحادیه ماڼۍ کې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسی لخوا د رسمي مراسمو په ترڅ کې تود هرکلی وشو.
وروسته له هغه چې اردوغان او سیسي د مراسمو په سیمه کې خپل ځایونه ونیول، د توپونو ډزې وشوې او د دواړو هیوادونو ملي سرودونه وغږول شول.
اردوغان له خپل سيال سيسي سره په ګډه د تشریفاتو قطعه معاینه کړه.
د هېوادونو ترمنځه د پلاويو له پېژندل ګلوي وروسته، دوه اړخیزې او مشترکې ناستې پیل شوې.
د غونډې اصلي اجنډا د تورکیې او مصر ترمنځ د اړیکو پراختیا ده.
په دې کتنه کې چې د لوړې کچې د دوه اړخیزو همکاریو د میکانیزمونو د احیا کولو په برخه کې به د ګامونو پورته کولو په اړه خبرې وشي، د سوداګرۍ، دفاع، انرژۍ او سیاحت په برخو کې به د فرصتونو ارزونه وشي.
په غونډه کې به پر فلسطین د اسرائیلو د بریدونو په اړه هم خبرې وشي.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.