اردوغان :"موږ به هېڅکله خپل فلسطینی وروڼه بې کسه ، بې وسه او یوازې پرې نه ږدو."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې "موږ به هېڅکله خپل فلسطینی وروڼه بې کسه ، بې وسه او یوازې پرې نه ږدو."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې "موږ به هېڅکله خپل فلسطینی وروڼه بې کسه ، بې وسه او یوازې پرې نه ږدو."
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په دوبۍ کې جوړه شوې د نړۍ د حکومتونو په سرمشریزه کې د خپلې وینا په ترڅ کې وکړې.
هغه وویل "اسرائیل چې ځان د نړیوالو قوانینو څخه پورته ګڼي، د لسیزو راهیسې د اشغال، غصب، تباهۍ او قتل عام سیاستونونو نه لاس نه اخلي."
"زموږ په سیمه کې د سولې، آرامۍ او اقتصادي پرمختګ لاره د فلسطیني دولت له جوړېدو څخه تېرېږي."
"که چیرې اسرائیل تلپاتې سوله غواړي، د اشغال له لارې د خپلې خاورې د لا پراخولو خوب او خیال پسې منډې وهل باید پریږدي. اسرائیل باید د ۱۹۶۷ پولو پر بنسټ د یو خپلواک فلسطیني دولت شتون ومني."
اردوغان زیاته کړه "هر هغه ګام به تر هغه نیمګړی پاتې وي تر څو چې یو خپلواک، مستقل او له ارضي تمامیت څخه برخمن د ۱۹۶۷کال پولو پر بڼسټ ولاړ او د ختیځ بیت المقدس د پلازمینې سره یو فلسطیني دولت رامنځته شوی نوي. موږ به هېڅکله خپل فلسطینی وروڼه بې کسه ، بې وسه او یوازې پرې نه ږدو."
"زه غواړم ووایم چې موږ د فلسطین د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په ادارې باندې د وروستیو بریدونو او په اړه خواشینی یو. زه د ټولو وجدان خاوند هیوادونو نه ددې سازمان نه د دفاع په برخه کې چې چې په اردن، سوریه، لبنان کې د ۶ میلیونو کډوالو لپاره کار کوي بلنه ورکوم.
له بلې خوا ولسمشر اردوغان د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د یوې برخې په توګه د متحده عربي اماراتو له ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان سره د تړلو دروازو تر شا وکتل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د تورکیې او متحده عربي اماراتو د سیاسي او اقتصادي اړیکو، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو او پر فلسطیني ځمکو د اسرائیلو د روانو بریدونو په اړه خبرې وشوې.
په بیان کې اردوغان ویلي چې د ټولې غزې په څېر پر رفاح باندې د اسرائیلو بریدونه د منلو وړ نه دي او نړیوال ولس، نړیوال سازمانونه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا او اړوند هېوادونه باید ژر تر ژره د اسرائیلو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.