تورکيې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د اتاترک د ماشومانو له روغتون سره د طبي وسایلو مرسته وکړه.
تورکیې په کابل کې د ماشومانو د روغتون سره د طبي وسایلو مرسته وکړه
تورکيې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د اتاترک د ماشومانو له روغتون سره د طبي وسایلو مرسته وکړه.
د ناروغانو ۵۰ ځانګړي چپرکټونه، ۱۰ مانیټرونو او یو پایه د الټراساؤنډ سیسټم ماشین په ګډون یو زیات شمیر طبعي وسایل د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (TIKA) کابل دفتر لخوا د روغتون مسوولینو ته وسپارل شول.
دغه روغتون چې پخوا د افغان حکومت له خوا يي چارې پيل شوې وې او د اقتصادي ستونزو له امله نیمګړی پاتې شوی و، په ۲۰۰۱ کال کې د تورکیې په مرسته بشپړ او د اتاترک د ماشومانو د روغتون په نوم یې په فعالیت پیل وکړ.
د ټیکا د کابل دفتر وخت په وخت ددې روغتون سره مرستې کوي .
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل