د تورکیې بیرقدار ټي بي ۳ په وسلو سمبال ډرون الوتکې یو بل مهم امتحان هم بریالیتوب سره سرته ورسو
د تورکیې د بایکار ټیکنالوژۍ شرکت لخوا جوړ شوې شوي بیرقدار ټي بي ۳ په وسلو سمبال ډرون الوتکې ۳۲ ساعته په هوا کې د پاتې کیدو سره په هوا کې د اوږدې مودې لپاره د پاتې کیدو امتحان په بریالیتوب سره سرته ورسو.

د بایکار شرکت لخوا خپور شوي بیان له مخې ، ټي بي ۳ الوتکې چې خپله لومړنۍ الوتنه د اکتوبر په ۲۷ مه نيټه ترسره کړې وه ، د پرله پسې امتحاني الوتنو سره ټولې ازموینې په ډیر بریالیتوب سره سرته رسولي دي. همداشان د نوموړو امتحاني الوتنو په چوکاټ کې دا ځل په هوا کې د اوږدو مودې لپاره د پاتې کیدو ازموینه ۳۲ په هواد کې د پاتې کیدو سره په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسوله.
د ویلو ده چې بیرقدار ټي بي ۳ په ۲۰ زره فوټه ارتفاع کې ۳۲ ساعته په هوا کې د پاتې کیدو سره دا امتحان په بریالیتوب سره سرته ورسو.
بیرقدار ټي بي ۳ پدې ۳۲ ساعته کې چې په هوا کې وو جمعآ ۵۷۰۰ کیلومتره مزل کړی دی. همداشان نوموړې الوتکې ددینه وړاندې ۱۲ ساعته په هوا کې د پاتې کیدو سره ۱۲ ساعته په دوامداره توګه الوتنه کړې وه.