د تورکیې ملي‌ راډیو تلویزیون  د تلویزیوني خپرونو  تر ټولو معتبره د ایمي‌ جایزه وګټله.

د تورکیې د ملي‌ ټلویزیون اړوند ټي‌ آر ټي‌  ورلډ لخوا چمتو شوي مستند فلم لړۍ "اف دې ګریډ "  چې په اوکراین کې ثبت شوی دی  د "اوکراین د جګړې یادښتونه"  برخې د ایمې نړۍوالې جایزې مستحق وګنل شوه

2043517
د تورکیې ملي‌ راډیو تلویزیون  د تلویزیوني خپرونو  تر ټولو معتبره د ایمي‌ جایزه وګټله.

د تورکیې ملي‌ راډیو تلویزیون  د تلویزیوني خپرونو  تر ټولو معتبره د ایمي‌ جایزه وګټله.

د تورکیې د ملي‌ ټلویزیون اړوند ټي‌ آر ټي‌  ورلډ لخوا چمتو شوي مستند فلم لړۍ "اف دې ګریډ "  چې په اوکراین کې ثبت شوی دی  د "اوکراین د جګړې یادښتونه"  برخې د ایمې نړۍوالې جایزې مستحق وګنل شوه. د ویلو ده چې دا جایزې د تلویزیوني‌ هنرونو او علومو د اکاډیمسیانو لخوا ورکول کیږي.

دا جایزه د مستند فلم جوړونکو، محسین اینامیمي او الکساندر پاولیات د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترلاسه کړې. دا مراسم د امریکا د نیویارک په ښار کې جوړ شوي‌ وو.

د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون  مرستیال  عمر فاروق تانره وردي ، چې د جايزې په مراسمو کې يې ګډون کړی و، وويل: "البته موږ وياړو او خوښ يو، دا جايزه مو ترلاسه کړه، د دې ثبوت دی چې ټي‌ آر ټي  ورلډ په نړيوال ژورناليزم او نشراتو کې هغه مقام ته رسېدلی دی. زه خپلو ټولو ملګرو ته مبارکي وايم. چا مرسته کړې، په ځانګړې توګه د ګریډ ټیم."

ټي آر ټي  ورلډ چینل همغږي کوونکي بورا بایراکټر وویل:

"دې جایزه تر ټولو لومړی دا وښوده چې TRT ورلډ زموږ اداره څومره بریالۍ ده، چې په نړیوالو معیارونو خپرونې کوي او په نړیوالو معیارونو ژورنالیزم کوي. په بل عبارت، دا په امریکا کې د تلویزیون ترټولو لویه جایزه ده. هغه وخت چې د تورکیې لخوا جوړ شوي مستند فلم دا جایزه وګټله "موږ ډیر زیات افتخار وکړ."

مستند فلم چې د موحسین اینایمي او الکساندر پاولیات لخوا چمتو شوی او په اوکراین کې شوټ شوی او د هاکان هوجا اوغلو لخوا جوړ شوی دی، دا مستند فلم د جګړې ویجاړونکی مخ لیدونکو ته وړاندې کوي چې د ۲۰۲۲ په فبروري کې پیل شوې او په ځایونو کې د ملکي خلکو په ژوند کې بدلونونه په ګوته کوي.



اړوند خبرونه