تورکيې په پاکستان کې د اورګاډي د خونړۍ پیښې له امله د خواخوږۍ پيغام خپور کړ.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په پاکستان کې د اورګاډي په پېښه کې وژل شویو کسانو لپاره د خواخوږۍ پیغام خپور کړ.
تورکيې په پاکستان کې د اورګاډي د خونړۍ پیښې له امله د خواخوږۍ پيغام خپور کړ.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په پاکستان کې د اورګاډي په پېښه کې وژل شویو کسانو لپاره د خواخوږۍ پیغام خپور کړ.
په پېغام كې راغلي دي " په ډیرې خواشینۍ سره مو تیره ورځ د پاکستان د كراچۍ – راولپنډۍ د مسافر وړونكي اورګاډي د پټلۍ نه د وتو د پیښې چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې خبر ترلاسه کړ.
" تورکیه ددې غمناکې پیښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت، د هغوې کورنیو ، خپلوانو او ورور هیواد پاکستان ملت ته د صبر جمیل او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي. همداشان تورکیه ددې پیښې له امله د پاکستان ملت او حکومت ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي. "
د ویلو ده چې تیره ورځ پاکستان په نوابشاه ښار کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي ۱۰ واګونونو د پټلۍ د وتو په پایله کې لږ تر لږه ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۹۰ تنو ډیر کسان ټپیان شول.