د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هالنډ له لومړي وزیر مارک روت سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان د هالنډ د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هالنډ له لومړي وزیر مارک روت سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر اردوغان د هالنډ د لومړي وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار چې راتلوونکي کال کې د تورکیې او هالنډ ترمنځه د دوستۍ د تړون سلمه کلیزه لمانځل کیږي. د دوستۍ د تړون د سلمې کلیزې د لمانځونو په چوکاټ کې به د دواړو هیوادونو ترمنخه د اړیکو د لا زیاتې ودې په موخه په لوړه کچه سفرونه ترسره شي.
په دې خبرو کې چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب پر بهیر هم خبرې وشوې.
ولسمشر اردوغان وویل چې سویډن د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون کې د تعدیلاتو په راوستلو سره سم ګامونه پورته کړي دي، خو د بیلتون غوښتونکو ترهګریزو سازمانونو PKK/PYD/YPG ملاتړي ته دوام ورکوي. په آزاده توګه د تروریزم ستاینه د مظاهرو تنظیم کول.
ولسمشر اردوغان د هالنډ لومړي وزیر روت ته په خطاب کې وویل چې په سویډن کې د مسلمانانو پر سپېڅلي کتاب قران کریم باندې بریدونه د فکر د ازادۍ تر نامه لاندې د توجیه وړ نه دي. هغه وویل چې دا کار په ښکاره ډول د بیان جرم دی.
د غونډې په ترڅ کې مشرانو دا هم ومنله چې د ناټو د سرمشریزې د اجنډا یو له مهمو اجنډا څخه به چې د جولای په په ۱۱ نیټه د لیتوانیا په پلازمینه ویلنیس کې جوړیږي، د روسیې او اوکراین ستونزه به وي.