ولسمشر اردوغان د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ددوې هدف د جمهوریت نوې پیړۍ د هر پلوه په نوې دورې، په نوي عروج او په هره برخه کې د یوې ټولنیزې پخلاینې بدل کړو.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ددوې هدف د جمهوریت نوې پیړۍ د هر پلوه په نوې دورې، په نوي عروج او په هره برخه کې د یوې ټولنیزې پخلاینې بدل کړو.
اردوغان په هغه ویډیويي پیغام کې چې د لوی اختر په مناسبت یې خپور کړی، هېوادوالو ته یې د زړه له کومې مبارکي وویله او هیله یې وکړه چې دغه اختر د تورکیې ملت، اسلامي نړۍ او ټولو خلکو ته د نېکمرغۍ سبب شي.
اردوغان ددې خبرې په ټینګار سره چې اخترونه مونږ ته د ملت په توګه د یووالي، اتحاد او ابدي ورورګلوۍ راپه یادوي.
"په ځانګړې توګه لوی اختر د قربانۍ د عبادت سره د ویش او پیوستون سره تر ټولو مهم او قیمتي وخت دی. په ځانګړې توګه پدې میاشتو کې چې د فبروري د شپږمې د زلزلې له امله زمونږ زړونه ټپي دي زه باور لرم چې دا لوی اختر به زمونږ د هیوادوالو او ترمنځه د ورورګلوۍ فضا لا پسې پياوړې او قوي کړي.
اردوغان د دې په څرګندولو سره چې د زلزلې ځپلو هیوادوالو په ټپونو د مرحم د پټیو لګولو او هر څه ژر هغوې ته د نوو کورونو او سرپناه ګانو د برابرولو په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کوو.
"هیله من یو چې موږ به د اکتوبر تر نوامبر پورې په تدریجي ډول د زلزله ځپلو لپاره جوړ شوي نوو کورونو د لومړۍ برخې تحویل پیل کړو. موږ هوډ لرو چې ټول ۶۵۰ زره کورونه بشپړ کړو چې ۳۱۹ زره یې په لومړي کال کې دي ، لکه څنګه چې موږ د خپل ملت سره ژمنه کړې وه.."
ولسمشر اردوغان د مې د ۱۴مې او ۲۸ مې د ټاکنو د پخیر تیریدو سره دې اوس د دې فرصت په لاس کې لرو چې د هېواد ستونزو ته لا زیاته توجه وکړو.
"زموږ هدف دا دی چې زموږ د جمهوریت نوې پیړۍ د یوې نوې دورې لپاره په یو مهم پړاو بدل کړو، د یوې نوې ودې او نوې ټولنیزې پخلاینې لپاره تر هر وخت ډیر کار وکړو."
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې په پاې کې یو ځل بیا د تورکیې وګړو او ټولې نړۍ مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي وړاندې کوم