په ټاکنو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان بریا په نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه انعکاس موندلی دی.

د ټولې نړۍ سترګې د تورکیې د ټاکنو پایلو ته اوښتې وې

1992408
په ټاکنو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان بریا په نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه انعکاس موندلی دی.

په ټاکنو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان بریا په نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه انعکاس موندلی دی.

د انګلستان نشراتي‌ ارګان بي بي سي راپور ورکړی چې په استانبول او انقره کې خلکو د ولسمشرۍ د ماڼۍ په مخکې  او سړکونو کې د اردوغان د بریا  ولمانځله.

په خبر کې راغلي‌  چې اردوغان   د ټاکنو  د پایلو له معلومیدو نه  وروسته په استانبول کې خلکو ته وینا وکړه .

 

 د ګارډین انګلیس ورځپاڼې بیا  لیکلي‌ دي‌  چې اردوغان د ۵ نورو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

 

د سي ان ان تلویزیون د ولسمشرۍ ټاکنو  د پایلو د معلومیدو نه وروسته  په تورکیه کې د شپې تر ناوخته پورې د خلکو  لخوا لمانځولو او  د ولسمشر اردوغان  لخوا بالکوني وینا ته توجه کړې ده .

 

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا  په خپله ویبپاڼه کې د تورکیې ټاکنو ته یو جلا پاڼه ځانګړې کړې وه.

 

د وال سټریټ ژورنال (WSJ) ویب پاڼه لیکي، "د هیواد ترټولو اوږد خدمت کونکي مشر په دویم پړاو کې خپل اصلي سیال ته ماتې ورکړه.".

 

د آلمان عامه نشراتي‌ ارګانونو ARD  او ZDF  ، په تورکیه کې د ټاکنو پایلې د وروستي‌ خبر په توګه د خپلو لوستونکو او لیدونکو سره شریک کړي‌ دي.

 

د فرانسې ورځپاڼې لی مونډ لیکلي چې ولسمشر اردوغان بیا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د  کوریره دلا سرا ایټالیوي ورځپاڼې بیا  په  خبر کې  لیکلي‌ دي‌ چې د تورکیې ولسمشر اردوغان  خپله بریا اعلان کړه . په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې اردوغان د ټاکنو په دویم پړاو کې د ۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره خپله ولسمشري تایید کړه.

 

د لا وانګارډیا اسپانیوي ورځپاڼې ( اردوغان د ۵ نورو کلونو لپاره په واک کې پاتې شو) د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.

 

د اتریش یوې مخکښې ورځپاڼې ډې پریس په خپل خبر کې «اردوغان په تورکیه کې د ولسمشرۍ انتخابات وګټل» تر سرلیک لاندې غیر رسمي پایلې له خپلو لوستونکو سره شریکې کړې.

 

په  بلجیم  کې په  فرانسوي  او فلیمش ژبو نشرات کوونکو  د لی سویر او دی مورګن نامتو ورځپاڼو  "اردوغان خپله بریا اعلان کړه" سرلیک سره خبرونه نشر کړي‌ دي.

 

په سويس کې په  آلمانۍ ژبه نشرات کوونکې  تاګسانزيګر  ورځپاڼې د «اردوغان بریالی شو» تر سرليک لاندې په خپل خبر کې ويلي، چې د تورکيې ولس د راتلونکو پنځو کلونو لپاره  خپل ولسمشر وټاکه.

 

د روسیې ورځپاڼې ایزویسټیا  بیا لیکلي‌ دي  ، د تورکیې ولسمشر  اردوغان د ټاکنو د پایلو د معلومیدو نه وروسته په خپله وینا کې وویل چې  ددې ټاکنو اصلي‌ ګټوونکی د تورکیې ډیموکراسي‌ ده .

 

په لبنان کې هم د تورکیې ټاکنې د ډیر لیوالتیا سره تعقیبدې. د النحر ورځپاڼې په خپله وېبپاڼه کې د اردوغان هغه وینا خپلو لوستونکو سره شریکه کړې ده چې په استانبول کې یې د ټاکنو له بریا وروسته وکړه.

د فلسطین د القدس ورځپاڼې «تورکیې یو ځل بیا پر اردوغان باور تازه کړ» تر سرلیک لاندې د ټاکنو پایلې شریکې کړې.

 

اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان په تورکیه کې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې له نږدې تعقیب کړې او د رجب طیب اردوغان بیا ټاکنې د دغو هېوادونو په مطبوعاتو کې په پراخه کچه تر پوښښ لاندې راغلې.

 

د ختيځ او جنوب ختيځې اسيا هېوادونو رسنيزو ادارو هم په خپلو خبرونو کې دغې بريا ته پراخ پوښښ ورکړ.

 

د انتخاباتو د عالي شورا  له خوا د اعلان شویو لومړنیو پایلو  له مخې  د ولسمشر اردوغان بریالیتوب ، په الجزایر، تونس، ایران، عراق، اسرائیل او لیبیا کې د پراخه پوښښ لاندې راغلی دی. متحده عربي اماراتو، قطر، سعودي عربستان او کویت د تورکیې د ټاکنو په اړه خبرونو ته پراخه پوښښ ورکړی دی.



اړوند خبرونه