د نړۍ د ګوټ ګوټ نه ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ پیغامونه راروان دي

د ګڼو هېوادونو مشرانو ولسمشر رجب طيب اردوغان ته د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې د بريا له امله مبارکي وويله.

1992457
د نړۍ د ګوټ ګوټ نه ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ پیغامونه راروان دي

د ګڼو هېوادونو مشرانو ولسمشر رجب طيب اردوغان ته د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې د بريا له امله مبارکي وويله.

د شمالي قبرس ولسمشر، ایرسین تاتار، د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د اردوغان بریالیتوب د شمالي‌ قبرس او ختیځې مدیترانه کې د ثبات لپاره مهم دی، او وویل: "د ټاکنو وروسته د ولسمشر اردوغان بری  په قبرس کې د دوو دولتونو د تګلارې پخلی او تایید دی.

د اذربایجان ولسمشر الهام علیی ف ولسمشر اردوغان ته د ټیلیفون له لارې په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله او ویې ویل چې ژر تر ژره اذربایجان ته  د هغه سفر ته انتظار باسي. علی یف وویل چې د انتخاباتو نتیجې د تورکیې د هراړخیز پرمختګ لپاره د اردوغان د پراخې پالیسۍ او د ارزښتناکو خدمتونو لپاره تر ټولو ستر انعام دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ټاکنو کې د بریا په مناسبت ولسمشر اردوغان ته په رالیږلي‌ خپل پیغام کې  ویلي‌ دي‌ چې دا بریا د تورکیې د ولسمشر په توګه د اردوغان د بې غرضه هڅو طبیعي پایله ده، دا د ښاغلي‌ اردوغان  د بریا نښه ده. هغه زیاته کړې ده چې " ستاسې دا بری  د دولتي حاکمیت د ټینګښت او د یوې خپلواکې بهرنۍ تګلارې د پرمخ بیولو په لاره کې د تورکیې د خلکو لخوا ستاسې نه د پوره ملاتړ ښکاره نښه ده.»

 

د امریکا ولسمشر جوبایډن په ټویټر کې لیکلي دي: «زه د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د بیا ټاکل کیدو له امله مبارکي وایم، د ناټو د متحدینو په توګه د دوه اړخیزو مسلو او ګډو نړیوالو ننګونو په اړه ګډ کار ته سترګې په لار یم. "

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون په ټویټر کې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته مبارکي وویله. ماکرون د دې په بیانولو سره چې داسې ازموینې شتون لري چې فرانسه او تورکیه به په ګډه بریالي شي ، لکه اروپا ته د سولې راستنیدل ، د یورو اتلانتیک اتحاد او د مدیترانې راتلونکې ، موږ به د ولسمشر اردوغان سره مخ په وړاندې تګ ته دوام ورکړو. زه د هغه د بیا ټاکنې له امله مبارکي وایم.»

 

د جرمني لومړي‌ وزیر اولاف شولز په خپل ټویټر کې په یوه بیان کې ویلي دي: «آلمان او تورکیه نږدې ملګري او متحدین دي، موږ قوي ټولنیزې او اقتصادي اړیکې هم لرو، زه ولسمشر اردوغان ته د بیا ټاکل کیدو مبارکي وایم. اوس موږ غواړو چې د خپلو ګډو مسلو په اړه خبرې وکړو. یو نوی حرکت."

 

د بريتانيا لومړي وزير ريشي سنک د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د برياليتوب له امله مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې دواړه هېوادونه د خپلمنځي همکاريو دوام ته سترګې په لاره دي.

 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د بیا ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله او ویې ویل: "زه د جولای په میاشت کې د ناټو سرمشریزې ته د ګډ کار په دوام سترګې په لار یم."

 

د اروپايي ټولنې د شورا مشر چارلس میشل هم  د ولسمشر په توګه د اردوغان د بیا ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.

 

د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر وان دیر لاین هم اردوغان ته د ټاکنو د ګټلو مبارکي ورکړه.

 

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د بیا ټاکل د ، ټاکل کیدو له امله مبارکي‌ وویله.

 

له بلې خوا، قطر، شمالي مقدونیا، ناروې، سویډن، اوکراین، پاکستان، لیبیا، الجزایر، سینیګال، عاج، سربستان، ترکمنستان، اوزبیکستان، هنګري، وینزویلا، ایران ، فلسطین البانیا، کوسووا، عراق، سومالیا، ګرجستان، لبنان، تونس، بیلاروس، سوډان، اردن، ارمنستان، اسرائیل، بوسنیا او هرزیګوینا، مالدووا، ګیني بساؤ، برازیل، بلجیم، کویټ، متحده عربي امارات، اتریش، هالنډ، ایټالیا، مالتا، عمان، بحرین، سعودي عربستان، یمن، زامبیا، ارجنټاین، پاراګوای، کیوبا، بولیویا، اکوادور، ګواتیمالا، ډومینیکن جمهوریت، کولمبیا، مکسیکو، پیرو، ایل سلواډور، کوسټاریکا، قرغزستان  او افغانستان  ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د بریا له امله مبارکي پيغامونه رالیږلي‌ دي.



اړوند خبرونه