په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې .

په تورکیه کې د مې د ۲۸ مې نیټې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ابتدايي پایلې اعلان شوې.

1992069
په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې .

په تورکیه کې د مې د ۲۸ مې نیټې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ابتدايي پایلې اعلان شوې.

د اعلان شوو لومړنیو پایلو  له مخې ولسمشر رجب طیب اردوغان  ۲۷ میلیونه ۲۰۲ زره او ۷۶۵ رایې چې  ۵۲ عشاریه ۷ سلنه کیږي ترلاسه کړي‌ دي. د اعلان شوو لومړنیو پایلو له مخې د ولسمشر اردوغان رقیب کمال قلچدار اوغلو بیا ۲۵ میلیونه ۳۹ زره او ۸۵۰ رایې چې  ۴۷ عشاریه ۹۳ سلنه کیږي  ترلاسه کړي‌ دي.

د اعلان شوو لومړنیو پایلو له مخې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټاکنې د څه باندې ۲ میلیونه ۱۶۲ زرو رایو په توپیر سره ګټلي‌ دي.

د ټاکنو د خپلواکې شورا د معلوماتو له مخې په ټاکنو کې د ګډون کچه ۸۵ سلنه وه.



اړوند خبرونه