ولسمشر اردوغان لومړنی روژه ماتې په تورکیه کې د وروستیو زلزلو په مرکز کې د زلزله ځپلو سره وکړ

ولسمشر رجب طيب اردوغان د سږنۍ روژې مبارکې میاشتې لومړنی روژه ماتی  د فبرورۍ په شپږمه نېټه د رامنځته شوو  زلزلو په  مركز د قهرمان ماراش ولایت  قره جا سو د زلزله ځپلو د  كانټينرونو په کمپ کې  د شهيدانو، غازیانو  او د زلزلې د قربانيانو له كورنيو سره وکړ.

1964467
ولسمشر اردوغان لومړنی روژه ماتې په تورکیه کې د وروستیو زلزلو په مرکز کې د زلزله ځپلو سره وکړ

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د سږنۍ روژې مبارکې میاشتې لومړنی روژه ماتی  د فبرورۍ په شپږمه نېټه د رامنځته شوو  زلزلو په  مركز د قهرمان ماراش ولایت  قره جا سو د زلزله ځپلو د  كانټينرونو په کمپ کې  د شهيدانو، غازیانو  او د زلزلې د قربانيانو له كورنيو سره په ګډه وکړ.

ولسمشر اردوغان  دلته په خپلو څرګندونو کې   وویل چې  سږ کال  د روژې مبارکه میاشت  په  یو داسې وخت کې برابره شوه چې  د زلزلو  له امله  زموږ یو زیات شمیر  هیوادوالو د ژوند د لاسه ورکولو له امله زموږ زړونه دردیدلي دي .  په زلزله کې  وژل شوو هیوادوالو ته  د الله پاک  د دربار څخه  د رحمت  او کورنیو او خپلوانو ته  د جمیل صبر غوښتنه کوو.  ټپیانو ته د بیړنۍ شفاء غوښتنه کوو.

ولسمشر اردوغان دې ته په اشارې سره چې  دې زلزلو زموږ د ۱۴ میلیونو هیوادوالو په ژوند اغیزې کړي دي، که چیرې دا په هر ځای کې رامنځته شوې وې ، موږ په اړه يي بې پرواو او بې تفاوته پاتې کیدای نشو. دا زمونږ د مسوولیت او ورورولۍ دنده ده چې خپلو زلزله ځپلو خلکو ته دا احساس ورکړو چې دوې یوازې نه دي، مونږ يي ترڅنګ ولاړ یو."

اردوغان په خپلو څرګندونو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه هم خبرې وکړې.

"تر څو چې وروستی ترهګر چې زموږ هیواد او ملت ته ګواښ جوړ کړی دی له منځه تللی نوي ، د ترهګرۍ پر خلاف به زمونږ  عملیات د پولو دننه او بهر دوام ولري، موږ به نه یوازې ترهګري ته ماتې ورکړو، بلکې  موږ به د هغو کسانو ناپاک پلانونه هم مات کړو چې د دغو پس فطرتو نه  ملاتړ کوي او په خپو يي دروي  ." د هغه کسانو ناپاکه پلانونه به شنډ او له منځه یوسو چې دا ترهګر د وسلو او مهماتو سره نازوي.



اړوند خبرونه