تورکیې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د نږدې ۴ میلیونو بهرنیو سیلانیانو کوربه توب کړی دی.

د تورکیې د  کلتور او ګرځندوی وزارت د ۲۰۲۳  کال د لومړیو ۲ میاشتو لپاره د ګرځندوی ارقام اعلان کړل.

1964675

د ویلو ده چې  پدې موده کې  تورکیې ته ۳ میلیونه ۸۷۶ زره ۳۸۱ تنو بهرني سیلانیان راغلي دي  چې پدې دوو میاشتو کې  د تیر کال په پرتله  د سیلانیانو زیاتوالي کچه  ۳۷.۳۱ سلنه ده.

روسیه هغه هیواد شو چې په جنوري او فبروري کې یې تورکیې ته تر ټولو زیات سیلانیان استولي چې په سلو کې ۱۰۵.۹۹ زیاتوالی مومي.

بلغاریا د ۳۳.۱۹ سلنه زیاتوالي سره دوهم او جرمني د ۲۴.۶ سلنه زیاتوالي سره دریم ځای خپل کړ. ایران او ګرجستان هم په ترتیب سره هغه هیوادونه دي چې تورکیې ته تر زیات سیلانیان استولي دي.

په لومړیو دوو میاشتو کې له روسیې څخه ۵۰۷ زره ۵۱۳ تنه، له بلغاریا څخه ۳۱۸ زره ۱۱ تنه او له آلمان څخه ۲۸۸ زره ۱۲۴ سیلانیان تورکیې ته راغلي دي.

د فبرورۍ په میاشت کې یو میلیون ۸۷۰ زره ۴۱۴ بهرني سیلانیان تورکیې ته راغلي چې د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله ۲۱.۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د فبرورۍ په میاشت کې له روسیې څخه ۲۲۷ زره ۹۶۵ تنه، له بلغاریا څخه ۱۵۰ زره ۸۷۳ او له آلمان څخه ۱۴۸ زره ۱۶۹ تنه  سیلانیان تورکیې ته داخل شول.

د فبرورۍ په میاشت کې تورکیې ته تر ټولو  ډیرو سیلانیانو د روسیې څخه راغلي دي چې په  درجه بندۍ کې روسیه د ۱۰۳ سلنه زیاتوالي سره لومړی، بلغاریا د ۱۷.۱۴ سلنه زیاتوالي سره دویم او آلمان د ۱۵.۱۶ سلنه زیاتوالي سره دریم ځای خپل کړی دی.

اړوند خبرونه