د تورکیې ولسمشر د یونان ولسمشر او لومړي وزیر ته د خواخوږۍ او تسلیت پيغام واستوه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان ولسمشرې کاترینا ساکیلاروپولو او د یونان لومړي وزیر کریاکوس میچوتاکیس ته په یونان کې د ریل ګاډي د پیښې له امله د خواخوږۍ او تسلیت پیغام استولی دی.
1953517
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان ولسمشرې کاترینا ساکیلاروپولو او د یونان لومړي وزیر کریاکوس میچوتاکیس ته په یونان کې د ریل ګاډي د پیښې له امله د خواخوږۍ او تسلیت پیغامونه استولي دي.
ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې په یونان کې د اورګاډو د جنګیدو د پیښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه او په پیښه کې وژل شوو کسانو له امله يي د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل او ټپیانو ته د هر څه ژر روغتیا غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې د یونان د لاریسا ښار په شمال کې د تیمپي په سیمه کې د مسافر وړونکي او بار وړونکي اورګاډي د جنګیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
په پېښه کې ۳۸ کسان مړه او ۱۳۰ نور ټپیان شوي چې د مسافر وړونکي ریل ګاډي ځینې واګنونه له پټلۍ وتلي او مخکینۍ واګون سوځېدلې دی.