په ناټو سازمان کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د بهیر په اړه د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب په اړه مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې د ناټو په سازمان کې د فنلنډ  غړیتوب په اړه زمونږ پریکړه کیدای شي چې سويډن حیران کړي.

1939283
په ناټو سازمان کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د بهیر په اړه د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب په اړه مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې د ناټو په سازمان کې د فنلنډ  غړیتوب په اړه زمونږ پریکړه کیدای شي چې سويډن حیران کړي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په بلیجیک کې  د ځوانانو سره په لیدنه کې وکړې.

اردوغان په ناټو كې د سويډن او فنلنډ د غړيتوب د بهير په اړه د څرګندونو  په ترڅ كې وويل  "مونږ (سویډن ته) په پیل کې ویلي وو ، که چیرۍ غواړۍ چې د ناټو سره یو ځای شۍ او د ناټو غړیتوب ترلاسه کړۍ لومړی باید  تاسو دا ترهګر موږ ته راوسپارۍ. مونږ هغوې ته د ۱۲۰ تنو ترهګرو د استرداد په خاطر لست ورکړ. هو که چیرې تاسې دا ترهګر  مونږ ته ونه سپارئ، نو بیا مونږ هم  بخښنه غواړو. زمونږ نه هم د ملاتړ تمه مه کوۍ. البته چ دوې ددې بهیر د لومړۍ ورځې راهیسې ډول ډول بهانې کوي. کله وايي چې په اساسي قانون کې تغیرات راوستل، کله وايي چې دا مو وکړ او یا هغه مو وکړ ،  دوی له خپل ځان سره ملنډې وهي. خو  مونږ کولی شو د اړتیا په صورت کې د فنلینډ په اړه بل ډول پیغام ورکړو. خو کله چې مونږ د فنلنډ په اړه خپله پریکړه اعلان کړو سویډن په حق حیران  پاتې شي. خو مونږ په فنلنډ هم غږ کوو چې د سویډن په څیر خطا کولو نه ډډه وکړي."

اردوغان د روسيې او توركيې د اړيكو په اړه د خپلو خبرو په دوام كې وويل:

"له روسیې سره زمونږ په اړیکو کې متقابل  درناوی شتون لري. له ښاغلي (ولادیمیر) پوتین سره زما اړیکې د صداقت پر بڼسټ ولاړې  دي. که چیرې مونږ هر څومره د سوریې په شمال کې د روانو پرمختګونو نه د خپلې خوښې نتیجه ترلاسه کړې نده  خو مونږ وایو 'راځئ چې اوس درې اړخیزې غونډې وکړو. ښه دلته پوښتنه پیدا کیږي چې دا درې اړخیزې غونډې څه دي؟ راځئ چې د روسیې،تورکیې او سوریې په توګه درې واړه هیوادونه سره راټول شو. حتا کیدای شي چې  ایران هم په دې کې شامل کړو. ایران دې هم راشي پدې ډول به خبرې او مذاکرات وکړو. کافي ده چې په سیمه کې امنیت او سوکالي راشي.  . ددې وړاندیز نه مو ښه نتیجه ترلاسه کړې ده. "



اړوند خبرونه