په تورکیه کې د ۲۰۲۳ کال د ملي امنیت شورا لومړنۍ غونډه د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ جوړه شوه.
د روان کال ملي امنیت شورا لومړنۍ غونډه ترسره شوه
په تورکیه کې د ۲۰۲۳ کال د ملي امنیت شورا لومړنۍ غونډه د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ جوړه شوه.
د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې چې نږدې ۳ ساعته او ۴۰ دقیقې یې دوام وکړ د یوې اعلامیې په خپرولو سره پایته ورسیده. له غونډې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۲ کال سیاسي، پوځي او اقتصادي پرمختګونه چې زمونږ د ملي امنیت لپاره مهم دي،د ټولو اړخونو کې وارزول شول او په ۲۰۲۳ کال کې د هغو احتمالي مسئلو او پدې چوکاټ کې په ترسره کیدونکو فعالیتونو او نیول کیدونکو تدابیرو خبرې وشوې.
په بیان کې د دې خبرې په ټینګار سره ویل شوي دي چې د اړتیا په صورت کې کیدای شي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لا مهم ګامونه اوچت شي. همداشان د پي کاکا، کاسي کا، پي وای ډي/وای پي جي ، فتو او داعش ترهګرو سازمانونو په ګډون د ټولو ترهګرو سازمانونو پر خلاف چې زمونږ ملي امنیت، یووالي ، پیوستون او بقاء ته ګواښ مخامخ کړی دی ، د هیواد دننه او بهر د کلک هوډ، عزم او قوي ارادې سره د بریالیو عملیاتو په په اړه غونډې ته پوره معلومات ورکړل شول او د اړتیا په صورت کې د لا مهمو ګامونو د اوچتولو لپاره هر ډول چمتوالی نیول شوی دی . په بیان کې راغلي دي چې PKK/KCK-PYD/YPG، ترهګریزو سازمانو او د هغوي ملاتړي، د سوریې د خلکو په د سولې او سوکالۍ په لاره کې تر ټولو لوی خنډ دی. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د نوموړو ترهګرو سازمانونو په بشپړه توګه له منځه وړل د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت پر بنسټ یوې هر اړخیزې حل لارې او دایمي سولې ته لاره پرانیزي.
په دغه اعلامیه کې چې د یونان د پارونکو اقداماتو او بیاناتو او د هغه ټاپوګانو چې د بې وسلې حیثیت لري د مسلح کولو هڅې به په سیمه کښې د تاوتریخوالی له زیاتولو پرته بله هیڅ ګټه ونلري. په اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار شوی دی چې د تورکیې د ملی امنیت او ګټو په خلاف هر ډول دسیسې ته به اجازه ورنکړی.
د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي دي ، هغه هیوادونه چې غواړي له ناټو سره یو ځای شي باید د دې اتحاد له حقوقو او روحیې سره سم عمل وکړي. تورکیه د ناټو د پرانیستو دروازو او پراختیا له پالیسۍ څخه ملاتړ کوي .په بیان کې ویل شوي چې دا اړینه ده چې دوی د تروریستي سازمانونو په ځانګړې توګه د PKK/KCK-PYD/YPG او FETO سره د مبارزې په اړه د لاسلیک شوي تفاهم لیک له مخې خپل مکلفیتونه پوره کړي. پدې برخه کې ژر تر ژره کوټلي ګامونه پورته کړي. "
په اعلامیه کې په قرانکریم د وحشیانه او ضد انساني بریدونو او سپکاوي په اړه ډیر تند غبرګون ښودل شوی دی او راغلي دي ، تورکیه دا وحشیانه او ضد انساني او اخلاقي بریدونه چې د میلیاردونو انسانانو سپېڅلي ارزښتونه په نښه کړي په کلکه توګه غندي. په اعلامیه کې راغلي دي" هغه کسان د ډیموکراسۍ او د بیان ازادۍ په نامه نه تشریح کیدونکو ناوړه او وحشیانه اقداماتو نه ملاتړ کوي او ددې اقداماتو سره دین، وجدان او فکر ازادۍ په څیر ارزښتونه د خپو لاندې کوي د نفرت او کرکۍ د جرم شریکان دي.