د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوي میلادي کال په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپور کړي  پیغام کې  ۲۰۲۳ میلادي کال د هیواد هر غړي او ټول بشریت ته د سولې، ارامۍ، سوکالۍ او هوساینې څخه ډک کال غوښتنه وکړه.

1926083

هغه په ​​خپل پیغام کې ویلي دي: « انشاالله چې په ۲۰۲۳ کال کې به د تورکیې  پیړۍ  له لید سره، مونږ د خپل جمهوریت د سلمې کلیزې د شان سره سم  لا  لوی پرمختګ پیل کړو.»

" ددینه وروسته زمونږ هدف د نړیوال سیاسي او اقتصادي لیګ لوړې درجې ته ننوتل نه دي، بلکې زمونږ هدف د سیاسي او اقتصادي لیګ  د لوړې درجې په سر کې ځای نیول او لا ستر او پیاوړي سیاسي  او اقتصادي ځواک ته رسیدل دي."

اردوغان د دې  خبرې  په ټینګار سره  وویل چې  د ۲۰۲۳ کال د هدفونو په رڼا کې د خپل ټول توان سره مبارزې ته دوام ورکړی او  په نړۍ کې له منفي پرمختګونو سره سره  او تر ټولو مهمه ځانګړنه چې تورکیه له نړۍ په ځانګړې توګه له پرمختللو هېوادونو څخه بېلوي، داده چې په اقتصاد کې تر ټولو زیات تمرکز په کارموندنې او تولیداتو کې کړی دی.

اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه په دې وروستیو کې د کارموندنې  تر ټولو لوړې کچې ، د تولیداتو ترټولو لوړې کچې او په صادراتو کې د هیواد په تاریخ کې ترټولو لوړ صادراتو په ترسره کولو سره ریکارډ مات کړی دی.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې  پداسې حال کې چې په نړۍ کې د انرژۍ ستر بحران دوام لري ، دوي  د ګازو او تیلو د نوو زیرمو د موندولو او اکتشافونو تورکیه د انرژۍ په نړیوال اکمالاتي مرکز بدل کړی دی.

اردوغان وویل چې دوی تورکیه  په یو داسې هیواد بدل کړې چې کولی شي د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د پولې هاخوا بریالي عملیات ترسره کړي.

ولسمشر اردوغان په پای کې یو ځل د ۲۰۲۳ کال د رارسیدو په مناسبت د تورکیې هر وګړي او ټول بشریت ته مبارکي ویلې او هیله څرګنده کړې چې نوی کال د سولې، ثبات، هوساینې، سوکالۍ او خوښیو نه ډک یو کال وي.

اړوند خبرونه