التون : نړۍ تورکیه د ثبات ټینګوونکي ځواک به توګه مني.

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون وویل چې نړۍ تورکیه د یو ثبات ټینګوونکي  ځواک په توګه منلی دی.

1916975
التون : نړۍ تورکیه د ثبات ټینګوونکي ځواک به توګه مني.

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون وویل چې نړۍ تورکیه د یو ثبات ټینګوونکي  ځواک په توګه منلی دی.

التون په استانبول کې د شپږم ځل لپاره جوړ شوي د  ټي آر ټي ورلد په نړیوال فورم کې د وینا پر مهال څرګنده کړه چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ تورکیې د سیمه ییزو بحرانونو او نړیوالو شخړو په هواري کې ونډه اخیستې او بېلګې یې وړاندې کړي دي.

هغه زیاته کړه چې "مونږ غواړو د نړۍ ټولو برخو  کې  ډیموکراسي، پرمختګ، سوله او سوکالي راولو، چې پیل یې زمونږ له سیمې څخه زمونږ له هېواد څخه دی."

التون وویل چې تورکیې د بهرنۍ تګلارې یو ځانګړی ماډل وړاندې کړی چې په دې دوره کې به د ټولې نړۍ لپاره یو مثال وګرځي.

هغه وویل، «تورکیه چې په یو سیمه ایز او نړیوال  اکټور بدل شوی، نه یواځې  یو پل دی چې بېلابېل بلاکونه سره نښلوي، بلکې یو داسې چینل هم دی چې له لارې یې خبرې اترې، مذاکرې او ډیپلوماسۍ جریان لري.»

التون د دې په څرګندولو سره  ویول چې تورکیې د روسیې او اوکراین په جګړه ډیره بریالۍ ډیپلوماسي کارولې ده.

"د سولې ډیپلوماسۍ چې مونږ د روسیې او اوکراین په جګړه کې چې د شاوخوا لسو  میاشتو راهیسې دوام لري وښودله چې ټوله نړۍ تورکیه د ثبات ټینګونکي  او هوساینې ځواک په توګه مني چې د نړیوالې سولې لپاره د تورکیې لخوا ترسره شوې هڅې ددې خبرې تر ټولو ښه مثال او بیلګه ده. تورکیې د ناټو په سازمان کې د فنلنډ او سویډن نه

ددې سربیره د نړۍوال ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه کې ډیر مهم تعهدات اخیستي دي. همداشان تورکیې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې هم ډیرې مهمې راوړنې درلودلي دي. التون د نړۍ د قطبي کيدو د مخنيوي پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل چې بايد د نويو سړو جګړو مخه ونيول شي.



اړوند خبرونه