ولسمشر اردوغان : د ځوانانو پوهه ، لوړ ظرفیت او پر ځان پوره باور زمونږ د راتلوونکي تضمین دی
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ځوانانو پوهه، ظرفیت او توان او پر ځان باور د تورکیې د پیړۍ تر ټولو ستر تضمین دی.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ځوانانو پوهه، ظرفیت او توان او پر ځان باور د تورکیې د پیړۍ تر ټولو ستر تضمین دی.
ولسمشر اردوغان د «ځوانانو د غونډو» په پروګرام کې چې د شانلی اورفا ولایت په خلیلیه ولسوالۍ کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان د پروګرام په پرانستونکې وینا کې ټینګار وکړ چې دوی د هر ښار نه چې لیدنه کوي له ځوانانو سره لیدنې ته ځانګړی اهمیت ورکوي.
"زه د خپلو ځوانانو چې خپل راتلونکی او میراث ورته په امانت کې پریږدو د نړۍ، هیواد، زمونږ او خپلو ځانونو په اړه د ژور بصیرت او په هرې مسئلې په ډیره ښه توګه د پوهیدو په لیدو ډیر خوښ یم " اردوغان ټینګار وکړ چې د تورکیې جمهوریت د نوې پېړۍ (۲۰۲۳) د هرکلي لپاره د تورکیې د پېړۍ په لیدو سره تر ډېره د ځوانانو پر انرژۍ، تولیداتو او هڅو تکیه کوي.
مونږ باید نړۍ ته نه نړۍ باید مونږ ته وګوري او یو څه زده کړي.
"زمونږ د ځوانانو پوهه، لوړ ظرفیت او توان او پر ځان باور د تورکیې د پیړۍ ستر تضمین دی."